د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۳:۱۴

د هلمند امنیه قوماندان: د قهرمان د قتل په تور له۸ تنو پوښتنې روانې دي


که څه هم د قهرمان د وژلو پړه وسله والو طالبانو په غاړه اخیستې ده، خو د هلمند چارواکي وايي، اصلي قاتلین او طراحان به له تحقیقاتو وروسته معلوم شي.

د هلمند امنیه قوماندان وايي، د ولسي جرګې د وژل شوي نوماند عبدالجبار قهرمان د قتل په تور اته کسان نیول شوي دي او دم ګړی تر پوښتنو لاندې دي.

ولسي جرګي ته نوماند عبدالجبار قهرمان د چهارشنبې په سهار د هغه د کمپاین په دفتر کې د یوې چاودنې په ترڅ کي ووژل شو.

پاسوال عبدالرزاق یعقوبي له رسنیو سره په خبرو کې وویل که څه هم د کمپاین د غونډې پر مهال ډېرو کسانو ګډون کړی و او اکثره يې د تحقیق لپاره نیول شوي، خو اوس یوازې اته تنه پاته دي چې قهرمان ته نېږدي کسان، د دفتر ساتونکي او اشپزان په کې شامل دي.

دی وايي:

"اته نفره د ملي امنیت د ریاست لخوا نیول شوي دي، هیله لرو چي پيښه ژر او په اساسي ډول واضح شي، موږ په هغه لاره او جاده چې د قهرمان صاحب دفتر و، ګڼي د تلاشۍ پوستې درلودې او حتا د کمپاین دفتر ته د خلکو د انتقال په موخه یو مشخص موټر ګمارل شوی و، امنیتي تدابیر سخت نیول شوي و، خو بیا هم نه پوهېږو چې ولې او څنګه یاده پېښه رامنځته سوله."

عبدالجبار قهرمان د چهارشنبې په ورځ سهار مهال په لښکرګاه ښار کې د خپل کمپاین په دفتر کې په یوې چوکۍ کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو په چاودنه کې ووژل شو.

د عبدالجبار قهرمان د انتخاباتي کمپاین دفتر پر نوموړي تر چاودنې وروسته
د عبدالجبار قهرمان د انتخاباتي کمپاین دفتر پر نوموړي تر چاودنې وروسته

که څه هم یو شمېر رسنیو د قهرمان سره یو ځای د دریو نورو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی و، خو د هلمند امنیه قوماندان پاسوال عبدالرازق یعقوبي دا خبره رد کړه.

امنیه قوماندان زیاته کړه چې د قهرمان دفتر ته يې د ورته احتمالي چاودنې خبر ورکړی و، خو داسې ښکاري چې د امنیتي تدابیرو په برخه کې د قهرمان د دفتر کارکوونکو او د هغه ساتونکو غفلت کړی دی.

قوماندان وايي:

"موږ اطلاع درلوده او دامو نه یوازي د قهرمان صاحب سره بلکې له ټولو کاندیدانو سره شریکه کړې وه، موږ ټولو ته من جمله قهرمان ته ویلي وه چې په بېلابېلو ډولونو یوشمېر دسیسې او پلانونه وجود لري، په همدې خاطر مو د قهرمان د کمپاین هغه غونډې لغوه کړي وې چې په ولسوالیو کې باید ترسره شوي وای، اما مخالیفینو دده په کور کې د ده د ساتونکو، د کمپاین د کارکوونکو او حتا اشپزانونه په استفادې داسې پلان طرحه کړی و چې د هغه د وژل کېدلو باعث شو."

عبدالجبار قهرمان د ولسي جرګې په دوو دورو کې د هلمند د خلکو استازی پاته شوی او د ۲۰۱۶ مېلادي کال د سختو جګړو پر مهال د هلمند د اپراتیفي ګروپ مشر او د اځل ولسي جرګي ته تر کاندیداتورۍ وړاندې د لویو لارو د امنیت د ټینګښت په خاطر د یوه تحقیقي ټیم مشر مقرر شوی و.

د هغه قتل د ولسمشرۍ ماڼۍ ترڅنګ، د سیاسي ګوندونو، مخکښو څېرو د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د عامو خلکو لخوا غندل شوی او هغه يې یوه لویه ضایع بللې ده.

د عبدالجبار قهرمان مړی تېره ورځ له هلمند څخه مرکز کابل ته ولېږدول شوو او نن پنجشنبه په خاصو مراسمو کې چې لوړپوړو چارواکو او د هغه خواخوږو پکې ګډون کړی و د ملي شورا په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

د روانې تلې میاشتې پر اولسمه له هلمند ولایت څخه ولسي جرګې ته یو بل کاندید صالح محمد اڅکزی هم له اتو نورو کسانو سره په انتحاري حمله کې ووژل شو.

راپور: محمد الیاس داعي

XS
SM
MD
LG