د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

د افغانستان ولسي جرګې ته څوک کاندیدان دي؟


د ولسي جرګې انتخابات د شنبې په ورځ، د میزان په ۲۸مه، دي.

د افغانستان ولسي جرګه ټولې۲۵۰ چوکۍ لري.

خو سږکال په غزني کې د ستونزو له امله انتخابات نه کېږي له دې امله، پرېکړه شوې چې په ولسي جرګه کې د دې ولایت اوسني وکیلان کار ته دوام ورکړي.

په انتخاباتو کې تر ۲۵۰۰ زیاتو وګړو ځانونه کاندید کړي چې ۴۱۷ تنه یې ښځې دي.

دوی د غزني له ۱۱ چوکیو پرته، د ولسي جرګې د ۲۳۹ چوکیو لپاره مبارزه کوي.

د فرانسې خبري اژانس په افغانستان کې د کاندیدۍ پر خطرونو او ګټو او پردې چې څه ډول خلکو دا وار ځانونه کاندید کړي، یو راپور خپور کړی دي.

فرانس پرېس لیکلي، د افغانستان ولسي جرګې ته دا وار هم په کاندیدانو کې له ډاکټرانو تر ملایانو، د یو شمېر پخوانیو جنګ سالارانو تر لونړو او زامنو او فیمینیستانو پورې مختلف خلک ولاړ دي او حتا داسې کسان هم په کې شته چې جرمي سابقه لري.

په کاندیدانو کې داسې خلک هم شته چې اول وار په ولسي جرګه کې د ګډون لپاره کمپاینونه چلوي.

ولسي جرګې ته د کاندیدانو ديجیتل عکسونه پر دېوالونو، د برق پرپايو، رسټورانټونو، د کانونو او نورو عامه ځایونو کې د هغوی له انتخاباتي نښانونو سره لګول شوي دي.

د ولسي جرګې کاندیدان
د ولسي جرګې کاندیدان

په دې ډول به د افغانستان خلک چې اکثر سواد نه لري، د رايي ورکولو په وخت کې، په اسانۍ د خپلې خوښې کاندید پېژني.

د کاندیدانود انتخاباتي کمپاینونو دوه عمده پیغامونه دا دي چې امنیت به ښه کوي او د اداري فساد مخنیوی به کوي.

په داسې هېواد کې چې ورځنی ژوند د انتحاري حملو او وسله والونښتو تر تور سیوري لاندی دی، د انتخاباتي کمپاینونو چلول له خطره خالي او اسان کار نه دی.

د انتخاباتو په درشل کې د کاندیدانو پر غونډو د خونړیو حملو له امله سل ګونه کسان وژل شوي او زخمیان شوي دي.

تر ټولو وروستۍ حمله په هلمند کې د ولسي جرګې د کاندید عبدالجبار قهرمان پر انتخاباتي غونډه وه چې هغه په خپله هم په کې ووژل شو.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسون وايي چې تر دې ګړۍ لس کاندیدان وژل شوي دي.

د ولسي جرګې اساسي دنده په افغانستان کې د قوانینو جوړول او اصلاح او د حکومت پر کارونو څارنه ده.

د جرګې غړیتوب ځینې نورې ګټې هم لري.

هر وکیل په میاشت کې دوه لکه «۲۰۰۰۰۰» افغانۍ معاش، امنیتي ساتونکي او موټر لري.

د افغانستان په څېر هېواد کې چې ترنیمايي زیات خلک یې د فقر ترسرې کرښې لاندې شرایطو کې اوسي، دوه لکه افغانۍ ډېرې پیسې دي.

دولسي جرګې د غړیتوب بله ګټه داده چې وکیلان د قانون له مخې له محاکمۍ او زنداني کېدو مصئونیت لري.

هغوی کولائ شي چې په تجارتي معاملو کې له خپله موقفه د ځان د ګټې لپاره کار واخلي.

د ولسي جرګې په تېرو دورو کې لیدل شوي چې اکثر وکیلان اصلاً د خپلو ولسونو په سیمو کې نه اوسېدل او ټول په کابل کې دېره وو.

خو د فرانس پرېس په لیکنه، داسې کاندید هم شته چې د زندان له خونې کمپاین چلوي او هیله مند دی چې د افغانستان په ولسي جرګه کې به فراه د خلکو استازیتوب حق ترلاسه کړي.

له فراه نه یوه تن له زندانه ځان کاندید کړی
له فراه نه یوه تن له زندانه ځان کاندید کړی

د فرانس پرس په حواله، کاندید عبدالکریم شفق چې په درغلۍ مجرم پېژندل شوی او په دوه کاله زندان محکوم شوی دی.

دا خبر د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند تائید کړی دی.

خو په افغانستان کې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون ویاند، علي رضا رحماني ازادي راډیو ته وویل چې د قانون له مخې یوازې هغه کسان چې محکمې په بشري ضد جرمونو، جنایتونو او د خلکو پر مدني حقونو په تیري محکوم کړي وي او تر پنځو کلونو په ډېر بند محکوم وي، د کاندیدانو له لیسته ایستلائ شي.

روحاني وویل چې کمېسیون پر داسې یوشمېر کاندیدانو چې ټول شرایط یې نه دي پوره کړي، دروغ یې ویلي او د انتخاباتودخپلواک کمېسیون د تېر ایستلو هڅه یې کړې، څېړنې کوي او د پنجشنبې په ورځ به یې نومونه اعلان کړي.

د کاندیدانو لپاره شرط دی چې ۲۵ کلن وي او د افغانستان تابعیت تذکره ولري.

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسون ویاند، علي رضا روحاني د تر پوښتنې لاندې کاندیدانو د دقیق شمېر له څرګندولو او نورو جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

د فرانس پرېس په لیکنه داسې کاندید هم شته چې له خلکو سره ژمنه کوي چې سرکونه به د سرو زرو، ښوونځي به د الماسو او سړکونه به د لاجوردو جوړوي.

  • خو رایه ورکونکي څه فکر کوي؟

د اسیا فونډېشن د یوې سروې له مخې چې یوه میاشت مخکې خپره شوه، په سلو کې لس هغو افغانانو چې د سروې لپاره خبرې ورسره شوې، یقین درلود چې کاندیدان پر ملي مسایلو فکر کوي.

په سلو کې ۳۷ افغانانو چې په دې سروې کې خبرې ورسره شوې، باور څرګند کړی چې کاندیدان د شخصي ګټو لپاره ولاړ دي.

د افغانستان د تحلیلګرانو د شبکې مرستیال مشر، توماس روتيګ فرانس پرېس ته ویلي چې د اکثر کاندیدانو هدف خودګزري او د خلکو د ګټې لپاره قرباني ورکول نه دی بلکې د پيسو لپاره درېدلي دي.

خو له دې ټولو خبرو سره، فرانس پرېس لیکلي چې په افغانستان کې د راییو اخیستل او د صندوقونو ډکول نوې خبره نه ده.

XS
SM
MD
LG