د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

په افغانستان کې د بېوزلۍ د کچې د لوړوالي په اړه اندېښنې!


د افغانستان د مشرانو جرګې ځیني غړي په هېواد کې د بېوزلۍ له لوړې کچې اندېښنه ښیي او په دې برخه کې له حکومته جدي اقدامات غواړي.

په افغانستان کې له ۹ میلیونو تر ۱۳ میليونو پورې د بېوزلۍ د کچې لوړوالي د مشرانو جرګې غړي اندېښمن کړي دي.

د دغې جرګې د اداري پلاوي ځيني غړي وايي، د حکومت له لوري د بېوزلۍ د کچې د ټيټېدو لپاره د اړینو پروګرامونو د نه شتون له امله د بېوزلو کسانو شمېره مخ په ډېرېدو ده او له هر لوري د افغانانو ژوند ګواښي.

د جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، که د بېوزلۍ کموالي او د افغانانو د خوړو خوندیتوب ته جدې پاملرنه ونه شي، افغانان به له مرګوني ناورین سره مخ شي.

محمد اصف صدیقي
محمد اصف صدیقي

​دی زیاتوي:

"په هېواد کې بېکاري او بېوزلي مخ په ډېرېدو ده او جدي اندېښنې یې را پیدا کړې دي، کله چې بېوزلي زیاتېږي، ټولنه له بدمرغۍ سره مخ کوي، که چېري نړېواله ټولنه په دې برخه کې صادقانه همکاري ونه کړي، ممکن افغانان له یوې ناوړې سونامې سره مخ شي."

ښاغلي صدیقي وویل، حکومت باید له بېوزلۍ سره د مبارزې لپاره له شته فرصتونو کار واخلي او په وینا یې، اړتیا ده چې له نړېوالو مرسته کوونکو ادارو په دې برخه کې هم د مرستې غوښتنه وشي.

افغان چارواکو په کابل کې د خوړو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته ویلي، دا مهال د هېواد نیمايي وګړي د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او په وینا يې، په دغه هېواد کې د بېوزلۍ ګراف له ۹ میلیونو اوس ۱۳ میلیونو ته رسېدلی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام یاWFP په افغانستان کې د بېوزلۍ او لوږې د زیاتوالي خبرداری ورکړی او د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې له دوی سره د بېوزلۍ د زیاتېدو تر ټولو لوړې شمېرې ثبت شوې دي.

د افغانستان د اقتصاد وزارت که څه له هېواده د بهرنیو ځواکونو وتل، نا امني، د انتخاباتو د پروسې اوږدېدل او وچکالي د بېوزلۍ او لوږې عمده لاملونه ګني، خو وايي چې له دغې پدیدې سره د مبارزې لپاره یې اړین پروګرامونه ترلاس لاندې نیولي دي.

سهراب بهمن
سهراب بهمن

د دغه وزارت ویاند سهراب بهمن واي:

"د حکومت هڅه دا ده چې څو تولیدي کېدو ته ولاړ شو او یوازنی شی چې له مونږ سره په دې برخه کې مرسته کوي، هغه د کورنیو تولیداتو ډېرېدل دي، وزارت هڅه کوي، څو هغه سېمې چې ډېرې زیانمنې شوي، ورته لومړیتوب ورکړي."

د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې، بامیان، دایکنډي، نیمروز، فراه، بادغیس، بدخشان او نورستان هغه سیمې دي چې خلک يې تر ډېره په کلیو او بانډو کې ژوند کوي او د لوږې او بېوزلۍ له لوړې کچې سره مخ دي.

په همدې حال کې د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي هم د بېوزلۍ او لوږې سره د مبارزې لپاره د ځینو پروګرامونو له جوړولو خبر ورکوي او وایي:

اکبر رستمي
اکبر رستمي

"وزارت له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره ځانګړي پروګرامونه لري، مونږ ښه فعالیتونه ترسره کړي او راتلونکي ته هم پروګرامونه لرو، تراوسه پورې یو سلو ۱۹ زره مټریک ټنه غنم د ادارو په واک کې ورکړل شوي، څو اړو کسانو ته یې ووېشي او په پلان کې لرو چې تر سلو زرو مټریک ټنه پورې نور غنم هم په واک کې ورکړل شي."

له بلې خوا د اقتصادي چارو کارپوه سید قیاس سعیدي وايي، په هغه صورت کې به لوږه او بېوزلي کمه شي چې له اړوندو ادارو سمه څارنه وشي او شوې مرستې د دولتي ادارو په کار کوونکو ونه لګول شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG