د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶

افغان غوره لیګ: د بلخ او ننګرهار لوبډلې نن په خپلو کې لوبېږي


د افغانستان د کرکټ د غوره لیګ د سیالیو په لړ کې ټاکل شوې چې نن چهارشنبه د بلخ او ننګرهار لوبډلې په خپلو کې د یو بل په وړاندې لوبه وکړي.

دا شل اورېزه لوبه به د افغانستان په وخت مازیګر څلور نیمې بجې د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې پیل شي.

تردې مخکې د بلخ لوبډلې په تېرې لوبې کې پکتیا لوبډلې ته ماتې ورکړې ده او د ننګرهار لوبډلې بیا د پکتیا لوبډلې له خوا ماتې خوړلې ده.

د تیرې شپې لوبه چې د کابل او کندهار ترمنځ وه، کابل وتوانېده چې په وروستي اوور کې ۱۵۳ ټاکلی هدف پوره کړي.

XS
SM
MD
LG