د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

ارزګان کې ځوانانو د سولې راوستو په‌پار د جګړې قربانیانو ته وینه ورکړه


د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې نن چهارشنبه لسګونه ځوانانو د جګړې قرباینانو ته وینه ورکړه او پر ښکېلو خواوو يې غږ وکړ چې نور روانه جګړه پای ته ورسوي، خپلو منځو کې سوله وکړي او د يو بل پر زخمونو پټۍ کېږدي.

په ورته وخت کې هغه کسان چې په روانه جګړه کې ژوبل شوي او په ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي پر ښکېلو خواوو د سولې غږ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په ارزګان ولایت کې له تېرو شاوخوا دوه نیم کلونو راهیسې د جګړې ډګر تود دی چې پر مهال يې هره ورځ زیات شمېر کسان قرباني کېږي.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:29 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG