د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

ځواک: ولسي جرګې ته نوماند عبدالجبار قهرمان په چاودنه کې ووژل شو

د هلمند ولایت چارواکو تأیید کړه چې د ولسي جرګې د انتخاباتو کاندید عبدالجبار قهرمان نن په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلي قهرمان نن سهار شاوخوا نهه نیمې بجې په لښکرګاه ښار کې په خپل دفتر کې غونډه درلوده چې د چاودنې په نتیجه کې ووژل شو او اووه نور کسان سخت ټپیان شول.

د هلمند د پولیسو یوې سرچینې ویلي چې چاودیدونکي مواد د عبدالجبار قهرمان په څوکۍ کې نصب شوي و.

وسله والو طالبانو ددې برید مسوولیت په غاړه اخېستی.

عبدالجبار قهرمان په ولسي جرګه کې د هلمند استازی او په هلمند کې د افغان پوځیانو اوپراتیفي قوماندان پاتې شوی دی.

د ولسي جرګې انتخابات د را روانې شنبې په ورځ ترسره کېږي، خو د کمپاینونو پر مهال په چاودنو او بریدونو کې تر دې دمه شاوخوا لس کاندیدان او ګڼ ملکیان وژل شوي دي.

  • پخواني معلومات

د هلمند امنیتي چارواکي وایي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو کاندید عبدالجبار قهرمان نن په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.

د هلمند د پولیسو یوې معتبره سرچینې ازادي راډیو ته تأیید کړه چې ښاغلي قهرمان نن سهار شاوخوا نهه نیمې بجې په خپل دفتر کې غونډه درلوده چې د چاودنې په نتیجه کې ووژل شو او اته نور کسان سخت ټپیان شول.

دې سرچینې ویلي چې چاودیدونکي مواد د عبدالجبار قهرمان په څوکۍ کې نصب شوي وو.

اخوا د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی قهرمان او اته نور کسان په دې چاودنه کې سخت ټپيان دي.

هغه وویل، چارواکو خپلې عاجلې څېړنې پیل کړي او جزئیات به وروسته روښانه کړي.

ولسي جرګې ته یو نوماند عبدالجبار قهرمان په یوه چاودنه کې ووژل شو.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي، قهرمان د اتو نورو سره سخت ټپي دی، خو د پولیسو یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، قهرمان ته د ده په څوکۍ کې چاودیدونکي مواد ځای پر ځای شوي وو او دی د چاودنې پر مهال وژل شوی دی.

تراوسه د دې برید پړه چا پر غاړه نه‌ده اخېستې.

تر دې وړاندې د صالح محمد په نوم یو نوماند په ځانمرګي برید کې وژل شوی و.

  • پخواني معلومات

هلمند کې د عبدالجبار قهرمان پر ټاکنیز کمپاین غونډه برید شوی.

راپورونه وايي چې له هلمنده ولسي جرګې ته د کاندید عبدالجبار قهرمان د کمپاین په دفتر کې حمله شوې.

د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک رسنیو ته ویلي چې عبدالجبار قهرمان له اتو تنو سره ټپي شوی دی.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددې پېښې مسولیت نه دی منلی.

د هلمند ولایت چارواکو تأیید کړه چې د ولسي جرګې د انتخاباتو کاندید عبدالجبار قهرمان نن په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلي قهرمان نن سهار شاوخوا نهه نیمې بجې په لښکرګاه ښار کې په خپل دفتر کې غونډه درلوده چې د چاودنې په نتیجه کې ووژل شو او اووه نور کسان سخت ټپیان شول.

د هلمند د پولیسو یوې سرچینې ویلي چې چاودیدونکي مواد د عبدالجبار قهرمان په څوکۍ کې نصب شوي و.

وسله والو طالبانو ددې برید مسوولیت په غاړه اخېستی.

عبدالجبار قهرمان په ولسي جرګه کې د هلمند استازی او په هلمند کې د افغان پوځیانو اوپراتیفي قوماندان پاتې شوی دی.

د ولسي جرګې انتخابات د را روانې شنبې په ورځ ترسره کېږي، خو د کمپاینونو پر مهال په چاودنو او بریدونو کې تر دې دمه شاوخوا لس کاندیدان او ګڼ ملکیان وژل شوي دي.

د هلمند چارواکي وایي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو کاندید عبدالجبار قهرمان نن په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته تأیید کړه چې عبدالجبار قهرمان وژل شوی دی او ۷ تنه نور ټپیان دي.

د هلمند د پولیسو یوې معتبره سرچینې هم ازادي راډیو ته تأیید کړه چې ښاغلي قهرمان نن سهار شاوخوا نهه نیمې بجې په خپل دفتر کې غونډه درلوده چې د چاودنې په نتیجه کې ووژل شو او اته نور کسان سخت ټپیان شول.

دې سرچینې ویلي چې چاودیدونکي مواد د عبدالجبار قهرمان په څوکۍ کې نصب شوي وو.

عبدالجبار قهرمان په ولسي جرګه کې د هلمند استازی او په هلمند کې د افغان پوځیانو اوپراتیفي قوماندان پاتې شوی دی.

وسله والو طالبانو ددې پېښې پړه منلې ده.

د هلمند امنیتي چارواکي وایي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو کاندید عبدالجبار قهرمان نن په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.

د هلمند د پولیسو یوې معتبره سرچینې ازادي راډیو ته تأیید کړه چې ښاغلي قهرمان نن سهار شاوخوا نهه نیمې بجې په خپل دفتر کې غونډه درلوده چې د چاودنې په نتیجه کې ووژل شو او اته نور کسان سخت ټپیان شول.

دې سرچینې ویلي چې چاودیدونکي مواد د عبدالجبار قهرمان په څوکۍ کې نصب شوي وو.

اخوا د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی قهرمان او اته نور کسان په دې چاودنه کې سخت ټپيان دي.

هغه وویل، چارواکو خپلې عاجلې څېړنې پیل کړي او جزئیات به وروسته روښانه کړي.

عبدالجبار قهرمان په ولسي جرګه کې د هلمند استازی او په هلمند کې د افغان پوځیانو اوپراتیفي قوماندان پاتې شوی دی.

ولسي جرګې ته یو نوماند عبدالجبار قهرمان په یوه چاودنه کې ووژل شو.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي، قهرمان د اتو نورو سره سخت ټپي دی، خو د پولیسو یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، قهرمان ته د ده په څوکۍ کې چاودیدونکي مواد ځای پر ځای شوي وو او دی د چاودنې پر مهال وژل شوی دی.

تراوسه د دې برید پړه چا پر غاړه نه‌ده اخېستې.

تر دې وړاندې د صالح محمد په نوم یو نوماند په ځانمرګي برید کې وژل شوی و.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG