د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

د شکایتونو کمېسیون: کوم کاندید چې په شرایطو پوره نه‌وي، له لېسته ایستل کېږي


د ولسي جرګې د انتخاباتو ترسره کېدو ته درې ورځې پاتې دي خو لا هم دا ارزونه روانه ده چې یو شمېر کاندیدان په لېست کې پاتې شي او که حذف شي.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، په دقت کار کوي، څو معلومه کړي که د ولسي جرګې کوم کاندید د انتخاباتو د قانون له ۳۹مې او ۴۴ مادې سره برابر نه‌وي، په اړه یې پریکړه وشي.

د انتخاباتو د قانون په نهه دېرشمه ماده کې راغلي چې:

"​د ملي شورا کاندیدان باید د افغانستان تابیعت ولري.

  • د محکمې له‌خوا باید په بشر ضد جرمونو، جنایتو او د مدني حقونو څخه په سرغړاوي محکوم شوی نه‌وي.
  • پنځه ویشت کلني یې پوره کړي وي."

همدارنګه د انتخاباتو د قانون په څلور څلوېښتمه ماده کې پر نورو مسئلو سربېره د دې په اړه وضاحت ورکړل شوی چې:

"د غېرې قانوني وسله‌والو ډلو قوماندانان او یا غړي یې نه‌شي کولی ځانونه په انتخاباتو کې کاندید کړي."

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون: که د دوی د څېړنو پر بنسټ سرغړونکي کاندیدان ثابت شي، نو د انتخاباتو له ترسره کېدو مخکې به یې له لېسته وباسي.
د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون: که د دوی د څېړنو پر بنسټ سرغړونکي کاندیدان ثابت شي، نو د انتخاباتو له ترسره کېدو مخکې به یې له لېسته وباسي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون غړي او ویاند علي رضا روحاني د سې شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، که د دوی د څېړنو پر بنسټ سرغړونکي کاندیدان ثابت شي، نو د انتخاباتو له ترسره کېدو مخکې په یې له لېسته وباسي.

نوموړی وايي:

"که زموږ له څېړنو وروسته معلومه شي چې یو څوک د کاندېدو په شرایطو پوره نه دی، موږ به یې له لېسته وباسو، له قانوني پلوه دا امکان شته."

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاند همدارنګه وویل، دا مهال نه شي کولی ووايي چې د ولسي جرګې د کوم شمیر کاندیدانو په اړه ددې کمیسیون څیړنې لا هم روانې دي.

روحانی: که معلومه شي چې یو څوک د کاندیدو په شرایطو پوره نه دی، موږ به یې له لیست څخه وباسو

د ولسي جرګې د هغو کاندیدانو په منځ کې چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون یې لا هم په اړه څیړنې کوي، ښايي داسې کسان هم وي چې په وروستیو اونیو کې یې انتخاباتي کمپاینونه کړي، ددې مسوولیت به د چا په غاړه وي؟

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاند علي رضا ددې پوښتنې په ځواب کې وايي:

” هغه کسان چې د ولسي جرګې د یو کاندید شرایط یې نه دي پوره کړې او داسې یې ښودلې چې ګوندې په شرایطو برابر دی، نو اصلا یې د فریب هڅه کړې، په حقیقت کې ددې قضیې مسوولیت خپله هغه کاندید ته متوجې کیږي چې د کاندیدو په شرایطو برابر نه ثابتیږي. کاندیدان باید د اړوند قوانینو او کړنلارو په اړه بشپړ معلومات ولري او لپاره یې چمتوالی ولري. که دوی په دې اړه معلومات نه لري او یا انتظام نه لري، په دواړو صورتونو کې د قضیې مسولیت بیرته همدوی ته ورګرځي. “

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون بیا وايي، ددوی له خوا هیڅ کاندید له لیست څخه د ایستلو قابل نه دی.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي د سه شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، په دې وخت کې له لیست څخه د کاندیدانو ایستل به پر ځای خبره نه وي.

” د قانون سره سم که معتبر اسناد و اوسي، د انتخاباتي شکایتونو کمیسون کولی شي، په دې برخه کې پریکړه وکړي. خو په هر حال په دې شرایطو کې د داسې مسلو مطرح کول، فکر کوم ددې پروسې په ګټه نه دي او عمومي ذهنیت خرابوي.“

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي
​هاشمی: په دې وخت کې له لیست څخه د کاندیدانو ایستل به پر ځای خبره نه وي

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، د میزان د میاشتې د اته ویشتمې نېټې د انتخاباتو لپاره ټول چمتوالی بشپړ شوی او غواړي چې د کاندیدانو په لیست کې هیڅ ډول ستونزه رانه شي.

د افغانستان د ولسي جرګې د ۲۵۰ څوکیو لپاره ۲۵۶۵ کسانو په ټول افغانستان کې ځانونه کاندید کړي، تر دوو راتلونکو ورځو په څرګنده شي، چې همدا شمیر کاندیدان به د انتخاباتو تر ورځې پاتې شي او کنه د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون به له دې لیست څخه ځینې نومونه وباسي.

XS
SM
MD
LG