د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۱

په استانبول کې د سعودي عربستان جنرل قونسل، له ترکیې وتلی


په استانبول کې د سعودي عربستان په کنسولګرۍ د خبریال جمال خاشقجي تري تم کېدل له هغو مهمو دلایلو څخه دی چې دغلته یې د سعودي عربستان جنرال قونسل د دې ښار پرېښودو ته مجبور کړ.

د راپورونو له مخې، محمد ال اُتیبي په داسې حال کې له استانبول څخه ریاض ته روان شو چې ټاکل شوې وه د هغه د استوګنې ځای د ترکیې د پولیسو له خوا تالاشي شي.

تردې مخکې هم پولیسو او څېړونکو د سعودي عربستان د کنسولګرۍ په دفتر کې د نهو ساعتونو لپاره په پلټنې کړې وې.

پولیسو او څیړونکو د سعودي عربستان د قونسلګرۍ په دفتر کې د نهو ساعتونو لپاره په پلټنې کړې وې.
پولیسو او څیړونکو د سعودي عربستان د قونسلګرۍ په دفتر کې د نهو ساعتونو لپاره په پلټنې کړې وې.

جمال خاشقجي چې د سعودي عربستان تبعه او د امریکا دایمي اقامت یې درلود، د اکټوبر په دویمه نیټه همدې ودانۍ ته ننوتې و څو له خپلې پخوانۍ میرمنې څخه د طلاق اسناد له سعودي قونسلګرۍ ترلاسه کړي، خو هیڅکله له دې ودانۍ بهر راونه وت.

په عین وخت کې یو ترکي چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، د سي این این تلویزون ته ویلي د اکټوبر په دویمه نیټه جمال خاشقجي د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې وژل شوی او وروسته یې مړی ټوټې، ټوټې شوی دی. ریاض دا ټول تورونه رد کړي دي.

جمال خاشقجي
جمال خاشقجي

بلخوا د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د نړۍ خلک په خواشینۍ منتظر دي چې پوه شي به جمال خاشقجي سره ريښتیا څه شوي دي.

” موږ باید د خاشقجي د برخلیک په اړه پوه شو چې څنګه د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې ورک شو. ټوله نړۍ په خواشینۍ موږ ته ګوري. هلته یو انسان و. دا مهمه ده چې هغه یو خبریال و، خو تر ټولو مهمه دا ده چې هغه یو انسان و او موږ باید دا مسئله حل کړو. “

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د سعودي عربستان له خوا د خاشقجي د وژنې د مسولیت د منلو د احتمال په اړه وویل، تر اوسه یې د سعودي چارواکو له خوا ددې خبریال د ورکیدو په اړه هیڅ ډول اعتراف نه دی ترلاسه کړی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو

د امریکا متحده ایالاتو د جمال خاشقجي د ورکیدو په اړه سخته اندېښنه ښودلې او د مسلې د څرنګوالي د معلومولو لپاره یې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دې هیواد ته استولی دی.

تمه ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، د خاشقجي دقضیې په اړه د خبرو لپاره ترکیې ته هم سفر وکړي

د راپورونو له مخې مایک پمپیو د سه شنبې په ورځ د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان او همدارنګه له پاچا سلمان سره کتلي دي.

خو ددې لیدنو کتنو په اړه او په کې د خاشقجي د ورکیدو د قضیې په اړه په شویو بحثونو ډېر جزییات نه دي خپاره شوي. تمه ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به ترکیې ته هم سفر وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سه شنبې په ورځ د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان او همدارنګه له پاچا سلمان سره کتلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سه شنبې په ورځ د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان او همدارنګه له پاچا سلمان سره کتلي دي.

د جمال خاشقجي کورنۍ د سه شنبې په ورځ غوښتنه وکړه چې یو خپلواک نړیوال کمیسون دې ددې خبریال د قضیې په اړه څیړنې وکړي.

له دې سره په یو وخت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسون له سعودي عربستان څخه غوښتي چي په په استانبول کې دې د خپلې قونسلګرۍ د کارکونکو ډیپلوماټیک مصونیت لغوه کړې.

XS
SM
MD
LG