د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

د کریکټ د سیالیو په لړ کې نن د بلخ او ننګرهار ټیمونو لوبه کوي


د افغانستان د کریکټ د غوره لیګ د سیالیو په لړ کې ټاکل شوې چې نن چارشنبه د بلخ او ننګرهار ټیمونو په خپلو کې د یو بل په وړاندې لوبه وکړي.

دا شل اوریزه لوبه به د افغانستان په وخت مازیګر څلور نیمې بجې د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې پیل شي.

تر دې مخکې د بلخ لوبډلې په تیرې لوبې کې پکتیا لوبډلې ته ماتې ورکړې ده او د ننګرهار لوبډلې بیا د پکتیا لوبډلې له خوا ماتې خوړلې ده.

د تیرې شپې لوبه چې د کابل او کندهار ترمنځ وه، کابل وتوانیده چې په وروستي اور کې ۱۵۳ ټاکلی هدف پوره کړي.

XS
SM
MD
LG