د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۳

په هلمند کې د پولیو دوهمه مثبته پېښه پیدا شوې


په هلمند ولایت کې د عامې روغتیا د ریاست اړوند د کتلوي معافیت مسؤل ډاکتر عصمت‌الله همت وايي، د پولیو یا ګوزڼ یوه بله تازه پېښه د دې ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې پیدا شوې ده.

دی زیاتوي، تر هغو چې د طالبانو سره د واکسین د تطبیق پر سر روانه ستونزه هواره نه‌شي، لیرې نه‌ده چې ګڼ شمېر نور ماشومان هم په ورته ناروغیو اخته شي.

په افغانستان کې د یونېسف ویاند بیا وايي، د دې نه څرګندېږي چې پولیو په هلمند کې د زرګونه ماشومانو ژوند تهدیدوي.

په هلمند، کندهار او ارزګان ولایتونو کې د طالبانو او روغتیايي مسؤلینو ترمنځ د واکسین د تطبیق پر سر ستونزې به سلګونه زره ماشومان د واکسین څخه بې‌برخې کړي.

په‌دې اړه نور حال د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:58 0:00

XS
SM
MD
LG