د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

د کندز کروندګر: غیرمسؤل وسله وال له دوی په زور د زراعتي محصولاتو عشر اخلي


آرشیف
آرشیف

د کندز ولایت د یوشمېر سیمو ګروندګر شکایت کوي چې د خپلسرو وسله والو له خوا په بېلابېلو نومونو ځورول کېږي او دغه راز د زراعتي فصلونو د راټولو په وخت کې له دوی په وچ زور د کرنیزو محصولاتو عشر اخلي.

د کندز د خان اباد او د امام صاحب ولسوالیو دوو تنو اوسېدونکو میراجان او رحمت ګل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"بزګران او خلک په سختۍ سره خپل ژوند تېروي، خو بیا غیرمسؤل وسله وال هم له موږه په زوره عشر او پیسې غواړي او که څوک ورته غاړه کېنږدي، نو بیا له بېلابېلو ګواښونو سره مخ کېږي."

"دغه ټوپکیان هرکال له موږ څخه په زورعشر اخلي او اوس چې د شولو د راټولو وخت دی، دغه غیرمسؤل وسله وال راځي او له خلکو څخه په زور د شولو عشر اخلي او څوک ورته څه نشي ویلای، ځکه هغوی وسلې لري."

د دغو خلکو په وینا، که څوک د خپلسرو وسله والو له امر او غوښتونو څخه سرغړونه وکړي، نو د سر په قیمت یې تمامېږي.

د یاد ولایت یو تن اوسېدونکی غلام سرور په دې اړه ازادي راډيو ته وایي:

"وروره! دلته ټول غیرمسؤل وسله وال حضور لري، له خلکو څخه په زوره عشر اخلي او که څوک یې نه ورکوي، نو وهل او ډبول کېږي او شخصي بندي خانې لري او خلک بندیانوي."

له دې سره سم د کندز سیمه ییز چارواکي هم وايي چې غیرمسؤل وسله وال د دې ولایت د یو شمېر سیمو په نا امنیو کې هم لاس لري او دغه راز د سړي تښونې پېښو او په داسې نورو جنايي جرمونو کې هم لاس لري.

د کندز ښار
د کندز ښار

د کندز امنيه قوماندان عبدالباقي نورستاني په دې اړه وویل:

"موږ پلان لرو چې په دې ولایت کې له خپلسرو وسله والو څخه وسلې راټولې کړو او داسې راپورونه هم موږ ته رارسېدلي چې یوشمېر غیرمسؤل وسله وال په اختطافونو، وسله والو غلاو او په داسې نورو پېښو کې لاس لري."

د خلکو په وینا، له څه باندې لسو کالو راهیسې ددې ولایت عام خلک د غیرمسؤل وسله وال له بېځایه ځورونو سره مخ دي او له دولت څخه غواړي چې په دې ولایت کې ټول خپلسري وسله وال خلع سلاح کړي، څو خلک د هغوی له شره خلاص شي او په یوه ارامه فضا کې ژوند وکړي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG