د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

ملي ارمان: افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره نړیوال ضمانت اړین دی


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره په افغانستان کې د سولې د پروسې په اړه لیکلي دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې لیکلي چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره نړیوال ضمانت اړین دی.

ورځپاڼې لیکلي چې د افغانستان د سولې لپاره نوې هیلي راپیدا شوي، نو ځکه کیدای شي په محتاطانه خوشبینو سره هغې راتلونکي ته وګورو چې په‎کې د افغانستان څلور لسیزې جګړه پای ته رسیدلې ښکاري.

په سرمقاله کې راغلي، دا هیلې هغه وخت پیدا شوې چې امریکا طالبانو سره مخامخ خبرو ته ته چمتوالی وښود او وروسته بیا په قطر کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ یو پړاو خبرې وشوې چې پر دوام یې هوکړه وشوه.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، اوس چې امریکا او طالبانو دا بهیر پیل کړی باید په‎دې برخه کې په دقت سره نظرونه څرګند او د افغانستان د خلکو غوښتنې مطرح شي او ترڅنګ یې باید افغان دولت هم په‎دغو خبرو کې شامل شي، ځکه د سرمقاله لیکونکي په خبره افغان دولت د مسئلې یو جدي اړخ دی.

ورځپانې دا هم لیکلي چې د طالبانو یو شرط د بهرنیو ځواکونو وتل دي، خو پوښتنه یې مطرح کړې چې ایا طالبان به په هغه صورت کې یادې هوکړې ته غاړه کېږدي؟

نو ځکه ورځپاڼې نړیوال ضمانت مهم بللی دی.

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا په‎دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي چې په قطر کې له طالبانو سره د افغانستان د سولې په مسئله کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلراد لیدو کتو، یو ځل بیا خلک سولې ته هیله‎مند کړي دي.

ورځپاڼې لیکلي، که امریکا په‎دې برخه کې رېښتینی وي بې له شکه چې هڅې به یې نتیجه ورکړي.

افغانانو سره د تل پاتې سولې د ټینګښت په برخه کې مرسته وکړئ.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې افغانانو سره د تل پاتې سولې د ټینګښت په برخه کې مرسته وکړئ.

ورځپانې لیکلي چې زلمي خلیلزاد په‎دې برخه کې له څه مودې راهیسې هڅې پیل کړي او افغان حکومت ته یې په یاده برخه کې د خپلو هڅو د دوام ډاډ ورکړی دی.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې پاکستان هغه هېواد دی چې د تاریخ په اوږدو کې یې د کابل دولت پر وړاندې د بهرنیو دسیسه جوړونکو د ښي لاس په توګه رول لوبولی او دغه هېواد ته یې سرخوږی جوړ کړی دی.

په سرمقاله کې راغلي چې پاکستاني ځواکونو تېره ورځ غوښتل چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې اغزن سیم وغځوي چې افغان ځواکونو يې مخه نیولې او تر منځ یې جګړه هم رامنځته شوې ده.

ورځپاڼې لیکلي چې ایا پاکستان به کله په خپلو سیاستونو کې په ښي اړخ شي او که نه لکه د لستوڼي مار هر وخت چې لازم وګڼي خپل زهر به شیندي.

XS
SM
MD
LG