- سنډې مارنینګ هرالډ
استرالیایۍ سنډې مارنینګ هرالډ ورځپاڼې د طالبانو او د امریکا ترمنځ د خبرو په اړه په یوه مطلب کې لیکلي چې د طالبانو مشران غواړي چې د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره خبرو ته دوام ورکړي.
ورځپاڼې د طالبانو د ویاند ذبیحالله مجاهد هغه بیان ته اشاره کړې چې ویلي یې دي دواړو لورو په قطر کې د جمعې د ورځې په کتنه کې په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو د حضور او پهدې هېواد کې د جګړې د سولهییزې حللارې پر مسئلو خبرې وکړې او موافقه وشوه چې دا ډول غونډې دې دوام ومومي.
د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دغه لس ورځني سفر کې پر قطر سربېره چې په مرکز دوحه کې یې د طالبانو سیاسي دفتر فعال دی، له سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو پاکستان او افغانستان څخه هم لیدنې کتنې ترسره کړې وې او د شنبې په ورځ یې بیا کابل ته د سفر په ترڅ کې د خپلو لیدنو کتنو په اړه معلومات د افغانستان د ملي یووالي د حکومت له مشرانو سره شریک کړل.
- ډیلي مېل
بریتانوۍ ډیلي مېل ورځپاڼې د افغانستان د ولسي جرګې د یوې کاندیدې د انتخاتي کمپاین پر یوې غونډې د شنبې د ورځې د حملې په اړه لیکلي چې چارواکو د یکشنبې په ورځ د دغې حملې چې د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې وشوه، د قربانیانو شمېر لږ تر لږه ۲۲ تنه وښود.
د ورځپاڼې په لیکنه د دې وېره شته چې د راتلونکې شنبې د ورځې د ولسي جرګې د انتخاباتو تر ترسره کېدو پورې نورې دا ډول پېښې هم وشي.
ډیلي مېل لیکي:
د ولسي جرګې د انتخاباتو په تړاو شخړو کې تر اوسه په لسګونو کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
له دې مخکې په هلمند کې په یوه انتحاري حمله کې د ولسي جرګې یو کاندید له څو نورو ملګرو سره ووژل شو.
که څه هم په تخار کې د وروستۍ حملې مسوولیت کومې وسلهوالې ډلې په غاړه نهدی اخېستی، خو طالبانو د دغې پروسې د ګډوډولو ګواښ کړی دی.
- لانګ وار ژورنال
امریکایي لانګ وار ژورنال خپرونه د افغانستان د جګړې په اړه په یوه مطلب کې لیکي چې طالبانو د شنبې په ورځ په دوو پکتیکا او سمنګان ولایتونو د دوو ولسوالیو د نیول کېدو ادعا وکړه او د دې ډلې ویاند ذبیحالله مجاهد د ټولنیزو رسنیو له لارې په یوه بیان کې وویل چې د سمنګان خوشامند ولسوالۍ یې وسلهوالو تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده.
د خپرونې په وینا افغان چارواکو دغه ادعا نهده تأیید کړې، خو په سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د سختو جګړو خبره کړې ده.
د لانګ وار ژورنال په وینا طالبانو دغه راز ویلي چې د دې ولایت د دره صوف ولسوالۍ یې هم له امنیتي ځواکونو تصفیه کړې او هغوی ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې.
د خپرونې په وینا که څه هم امریکایي چارواکي ادعا کوي چې وسلهوال طالبان وارخطا شوي او د حملو توان یې له لاسه ورکړی، خو لیدل کېږي چې هغوی تر اوسه په تعرضي حالت کې دي.