د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

سناتوران او شنونکي: د امریکا یو دم وتل ممکن افغان نظام سقوط کړي


د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي، که بهرني ځواکونو په لنډ مهالي کې له افغانستان نه ووځي، ډېر امکان شته چې افغانستان یو ځل بیا د تروریستانو په اډه بدل او نړیوال امنیت وګواښي.

د دغې جرګې دویم مرستیال اصف صدیقي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، که د امریکا متحده ایالاتو له غور پرته د وتلو پرېکړه وکړه، وضعیت ته په کتو ممکن د افغانستان نظام سقوط وکړي.

محمد اصف صدیقي
محمد اصف صدیقي

نوموړي زیاته کړه:

"که چیرې په لنډ مهال کې بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي، دا به په افغانستان ناوړه اغېز ولري، د ګاونډیو هېوادونو لاسوهنې به زیاتې شي او کېدای شي په کم وخت کې د افغانستان نظام سقوط وکړي."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تا زه یو ځل بیا وسله والو طالبانو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په کتنه کې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی دی.

هغه موضوع چې په تېر کې هم حکومت سره د سولې د خبرو لپاره په وار وار د دغې ډلې له خوا مطرح شوې ده.

په ورته وخت کې پخوانی طالب چارواکي او اوس د افغانستان د خلاصون د لارې شورا مشر سیدا اکبر اغا که څه هم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل یوه پرځای غوښتنه بولي، خو وايي چې په لنډ مهالي کې به د دغو ځواکونو وتل ښه نتیجه ونه لري.

سید اکبر اغا
سید اکبر اغا

نوموړي زیاته کړه:

"زه وایم چې په لنډ مهالي کې به د بهرنیو ځواکونو وتل خامخا یو څه بد عواقب ولري، خو امکان یې شته، ښه خبره به دا وي چې امریکایان د وتلو مشخص وخت معلوم کړي او دېته اړتیا هم شته."

دا په داسې حال کې ده د امریکا په متحده ایالاتو کې په یوه تازه سروې کې په ډاګه شوې چې ۴۹ په سلو کې امریکایان د افغانستان له جګړې نارضه دي او له دغه هېواد یې د خپلوځواکونو د وتلو غوښتنه کړې، خو ۳۴ په سلو کې بیا له دغې جګړې راضي برېښي.

د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، که امریکا خپل ځواکونه د افغانستان د حکومت او خلکو له مشورې پرته له دغه هېواده وباسي، یوه تشه به رامنځته شي.

د دغو کارپوهانو له ډلې حاجي سید داود وايي، وسله والو طالبانو هم دغه موضوع درک کړې ده.

افغان طالبان
افغان طالبان

نوموړي زیاته کړه:

"امکان لري طالبان او امریکایان یو جوړ جاړي ته سره ورسېږي، خو دغه جوړ جاړی به په لنډ مهال کې د امریکايي ځوکونو وتل نه وي، تر هغه ځایه چې د طالبانو خوا ما مطالعه کړې ده او ګورم یې، هغوی هم په دې پوهیږي چې که امریکان سمدستي ووځي په افغانستان کې یوه تشه رامنځته کېږي."

د افغانستان په مشورتي لویه جرګه کې له امریکا سره د افغانستان امنیتي او دفاعي تړون تصویب او د ولسمشر محمد اشرف غني د واک په لومړیو ورځو کې لاسلیک شو چې له مخې یې په قانوني ډول امریکايي ځواکونو ته په افغانستان کې د اوسېدو اجازه ورکړل شوې.

حاجي سید داود وايي، د ولسمشر ټرمپ اداره او په امریکا کې ډیموکراټان غواړي چې په افغانستان کې د یو پیاوړي حکومت له رامنځته کېدو وروسته، خپل ځواکونو له دغه هېواده وباسي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG