د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

د زلمي خلیلزاد او د طالبانو د استازو کتنه د نړیوالو مطبوعاتو له نظره!


د نړۍ ګڼو معتبرو ورځپاڼو او خپرونو د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او د طالبانو د استازو ترمنځ د جمعې د ورځې د کتنې په اړه ليکنې خپرې کړې دي.

نيويارک ټايمز:

امريکايۍ ورځپاڼې نيويارک ټايمز په خپله پرونۍ ګڼه کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او د طالبانو د استازو ترمنځ د سولې پر مسئله د خبرو په اړه مفصله ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په پيل کې راغلي چې دا کتنه تېره جمعه شوې او دا له کله چې سپينې ماڼۍ په دوبي کې له طالبانو سره د مستقميو خبرو پېشنهاد کړى، د خپل ډول له مخې دوهمه کتنه ده.

تر دې مخکې د جنوبي او مرکزي اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې اليس وېلز په جولاى مياشت کې په قطر کې د طالبانو له استازو سره کتلي وو.

نيويارک ټايمز ورځپانې ليکلي، ښاغلى خليلزاد د شنبې په ورځ له ولسمشر محمد اشرف غني سره د بحث لپاره بېرته کابل ته ستون شو.

د افغانستان جمهوري رياست د شنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې وويل چې ښاغلي خليلزاد له ولسمشر غني سره په کتنه کې بېلابېلو هېوادونو ته د خپل وروستي سفر په اړه معلومات ورکړل.

په اعلاميه کې له طالبانو سره د خليلزاد د کتنې يادونه نه ده شوې.

وسله والو طالبانو د شنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې له زلمي خليلزاد سره د خپلو استازو د کتنې خبر رسماً تأييد کړ.

وسله والو طالبانو له اوږدې مودې راهيسې افغان رهبران څنډې ته پريښي او د امريکا له حکومت سره يې پر مستقيمو مذاکرو ټينګار کړى دى.

والسټريټ ژورنال:

امريکايۍ ورځپانې والسټريټ ژورنال هم د طالبانو د استازو او زلمي خليلزاد ترمنځ د شوې کتنې په اړه ليکنه خپره کړې ده.

د ورځپاڼې په ليکنه کې راغلي چې دا لا معلومه نه ده چې دواړو لوريو پر کومو مسايلو بحث کړى دى.

زلمى خليلزاد چې هڅه کوي وسله وال طالبان د سولې مذاکرو ته حاضر کړي، له کله چې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوى، دا يې سيمې ته لومړى رسمي سفر دى.

د والسټريټ ژورنال ورځپاڼې په حواله، په دې سفر کې خليلزاد افغانستان، پاکستان، متحده عرب اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته لاړ.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه چې ايا په قطر کې د طالبانو له استازو سره کتنه شوې او که نه.

پر امريکا د القاعده له خوا د سپټمبر د يوولسمې تر حملو وروسته د امريکا په مشرۍ ائتلاف په ٢٠٠١ میلادي کال کې طالبان له واک څخه وپرځول.

XS
SM
MD
LG