د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

د امریکا ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې له اندرو برونسن سره وکتل


اندرو برونسن کشیش
اندرو برونسن کشیش

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې د امریکايي کشیش اندرو برونسن ازادي به د انقرې او واشنګټن د اړیکو د ښه کېدو پر لور یو ګام وي.

امریکایی کشیش اندرو برونسن چې په ترکیه کې يې دوه کاله په زندان کې تېر کړل، پرون شنبه د اکټوبر په ۱۳ مه امریکا ته ورسېد.

اندرو برونسن په واشنګټن کې په پوځي هوايي ډګر کې ښکته شو او په سپینه ماڼۍ کې یې له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وکتل.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ولسمشر ټرمپ له برونسن سره تر کتنې وروسته خبریالانو ته وویل:

"باید ووایم چې ترکیه هم په اسان وضعیت کې نه وه، هغوی هم ډېرې ستونزې درلودې، زه د دې کار د ممکنولو لپاره له جمهور رئيس اردغانه مننه کوم."

کشیش برونسن د جمعې په ورځ د ترکیې لوېدیځ ښار ازمیر ته نېږدې په یوه زندان کې محاکمه او په ۳ کاله بند محکوم شو.

خو محکمې دې ته پام وکړ چې هغه د محاکمې لپاره په انتظار کې ډېر وخت په زندان کې تېر کړی، نو له دې امله یې د هغه د ازادۍ حکم وکړ .

اندرو برونسن پرون د امریکا د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ مخې ته په ګونډو شو او دعا یې ورته وکړه چې خدای دې فوق العاده عقل ورکړي.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ویلي چې د کشیش برونسن د خوشې کېدو لپاره یې د ترکیې له حکومت سره هېڅ ډول معامله نه ده کړې.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي چې د ترکیې قضائیه قوې خپلواک قضاوت کړې او هیله لري چې ترکیهاو امریکا به همکاري جاري وساتي.

امریکایی کشیش اندرو برونسن ۲۰ کاله په ترکیه کې اوسېدلی و.

هغه د ۲۰۱۶ میلادي کال په اکټوبر کې ونیول شو.

د ترکیې پولیسو برونسن د کردانو له وسله والې ډلې سره چې په ترکیه کې يې پر فعالیت بندیز دی او همدا راز په امریکا کې د پناه ګزین فتح الله ګولين له ډلې سره په ارتباط تورن کړی و.

خو اندرو برونسن پرځان لګېدلي تورونه رد کړي وو.

واشنګټن ویل چې د جمهور رئیس رجب طیب اردغان حکومت په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ناکامې کودتا له امله پر سیاسي مخالفانو کړۍ تنګه کړه او د اندرو برونسن ګرفتاري هم د دې کمپاین یوه برخه وه.

XS
SM
MD
LG