د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

طالبانو په افغانستان کې د سره صليب کمېټې سره امنيتي تضمين بېرته نوی کړ


طالبانو په افغانستان کې د «ای.سي.ار.سي» یا سره صليب د نړيوالې کمېټې سره امنيتي تضمين بېرته نوی کړی.

دا دوه مياشتې وروسته له هغه چې دوی د دې ادارې له‎خوا د بشري مرستو رسولو په خاطرخوندي لارې وتړلې.

دا خبرې نن جمعه د اکتوبر په دوولسمه نېټه د طالبانو ډلې او د سره صليب دفتر يوه چارواکي کړي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر د استازيو او سره صلیب ادارې د چارواکو تر منځ په غونډه کې موافقه وشوه چې دغه اداره جګړه ځپلو لوريو ته د روغتیايي اسانتياوو رسولو پروسه بېرته له سره پيلولای شي.

د قطر کې طالبان
د قطر کې طالبان

طالبانو په يوه اعلاميه کې خپل غړي مخاطب کړي:

"امنيتي موافقه یو ځل بيا رامنځته شوه او له ټولو غړیو غواړي چې د دې ادارې د کارکوونکو او وسايلو امنيت ونيسي."

رويټرز خبري اژانس په کابل کې د «ای.سي.ار.سي» د وياندې اندریا کاتا پريتا له قوله ليکلي، په دوحه کې د طالبانو مشرتابه د امنیتي موافقې تر نوي کولو مخکې د بشري وضعيت او امنیتي اندېښنو په اړه خبرې وکړې.

دې ويلي:

"موږ د طالبانو مشرانو ته وويل چې د افغانستان په زندانونو کې د ټولو بنديانو ملاتړ کوو. موږ ورته د خپلو روغتیايي پروګرامونو په اړه وويل او بالاخره یوه تفاهم ته ورسېدو."

په اګسټ مياشت کې طالبانو پر سره صليب تور پورې کړی وو چې د کابل په پلچرخي زندان کې د لوږې اعتصاب کوونکو طالبانوته یې کافي خواړه نه‎دي ورکړي او په نتيجه کې يې امنيتي توافقه ماته کړه.

دغې پرېکړې «ای.سي.ار.سي» اړ ایسته چې په افغانستان کې بېلابېلې بېړنۍ مرستې لغوه کړي او دا په هغو ځايو کې چې سور صليب له درېيو لسيزو راهیسې هلته شاوخوا زر کسه کارکوونکي لري.

تېرکال د دغې ادارې پر کارکوونکو په حملو کې اووه کارکوونکي ووژل شول.

«ای.سي.ار.سي»يا سور صليب په جګړه کې د ښکېلو ټولو لوريو سره مرسته کوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې دا اداره د امنيت په تضمين سره فعالیت کوي او په جګړه کې ښکېلو دواړو لوريو سخت دريځو او افغان ځواکونو د مړیو په انتقال کې مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG