د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۵۲

«IMF» به له پاکستان سره د غوښتي پور په اړه خبرې وکړي


د پیسو د نړیوال صندوق مشرې، کرستین لګارد ویلي چې په را روانو اونیو کې به د خپلې ادارې یوه ډله پاکستان ته واستوي او د غوښتي پور په اړه به خبرې ورسره وکړي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د روانې اوونۍ په پېل کې وویل چې د خپل هېواد د مالي بحران د سپکولو لپاره به د پېسو له نړیوال صندوق او د پاکستان له ملګرو هېوادونو ۱۲ میلیارده ډالر پور غواړي.

کرستین لګارد پرون، پنجشنبه د اکټوبر ۱۱مه، د پاکستان د مالیې له وزیر اسد عمر او د مرکزي بانک له مشر طارق باجوه سره په اندونیزیا کې وکتل او د پاکستان پر مالي ستونزو یې خبرې ورسره وکړې.

کرستین لګارد وویل چې د پيسو د نړیوال صندوق د مامورینو یوه ډله به اسلام اباد ته ولاړه شي او له پاکستان سره د اقتصادي همکارۍ په اړه پر امکاناتو به خبرې ورسره وکړي.

دې نړیوالې ادارې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې هم پاکستان ته ۶ اعشاریه ۷ میلیارد ډالر پور ورکړی و.

XS
SM
MD
LG