د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۸

څېړونکي: د داعش ډلې د جګړه مارانو تمرکز د ملکيانو پر وژنه دی


وروسته له هغه چې داعش ډلې د جګړې په ډګر کې ماتې وخوړه، متخصصين وايي، د دې ډلې د جګړه مارانو تمرکز د ملکيانو پر وژنه دی.

داعش ډله په عراق او سوریه کې هره اوونۍ لږ تر لږه يو ځل پر ملکيانو حملې کوي.

څېړونکي وايي، وروسته له هغه چې اسلامي دولت سخت دريځې ډلې يا داعش پر ځمکو خپل کنترول له لاسه ورکړ، د دوی تمرکز له خلافت جوړولو څخه د ملکيانو وژلو ته ډېر شوی دی او غواړي دولتونه کمزوره وښيې او فرقوي تاوتریخوالی رامنځته کړي.

د اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس راپور وايي چې د عراق او سوريې پر ګډه پوله د امريکا ځواکونه د داعش ډلې تر کنټرول لاندې اخري سيمې پر لور د پرمختګ په حال کې دي او دغې ډلې د ملکيانو په هدف ګرځولو سره خپلو مخالفانو ته اضافي ستونزې جوړې کړي.

اسوشيټېډ پرېس د داعش ډلې یوه متخصص هشام الهاشمي له قوله ليکلي چې داعش ډله اوس همغسي فعالیت کوي لکه په ۲۰۱۰میلادي کال کې چې يې کاوه.

هشام الهاشمي
هشام الهاشمي

دا هغه وختونه و چې داعش ډله په عراق کې نه وه پياوړې شوې. څلور کاله وروسته د داعش جګړه مارانو د عراق له تر ټولو لويو ښارونو څخه یو – موصل- ونيوه.

دغې ډلې همدا راز په سوريه کې رقه ښار ونيوه او په دواړو هېوادونو کې يې پر پراخه سیمه خپل خلافت اعلان کړ.

الهاشمي ويلي چې د نړۍ دغه تر ټولو خطرناکه ډله غواړي ثابته کړي چې که څه هم اوس ځمکې په لاس کې نه‎لري، خو کولای شي پراخې حملې وکړي.

په داسې حال کې چې دغې ډلې په سوریه کې خپلو حملو ته دوام ورکړی، خو په عين حال کې يې د داسې حملو مسووليت اخېستی چې دې ډلې نه‎دي کړي، دا څرګندوي چې غواړي خپل ځان مطرح وساتي.

د داعش ډلې د پروپاګند ادارې تر شا یو مهم غړی وژل شوی. رقه يو کال مخکې د دې ډلې له کنټروله ووته او په سوريه او عراق کې د هغو ځمکو چې لرلې يې، اوس‎مهال یوازې دوه فيصده ځمکه تر خپل کنترول لاندې لري.

د داعش ډلې له خونړیو حملو څخه یوه د جولای مياشتې بلل کېږي. د دې ډلې جګړه مارانو چې مولونه یې وهلي وو، د جنوبي ښار السويداء‎ پر شاوخوا کليو حملې پیل کړي.

په دغو کلیو کې د سوريې دُروز اقليت اوسي. داعش ډلې په‎دې حملو کې ۲۰۰ کسان ووژل او دېرش نور يې وتښتول. په تښتول شوېو کې ډېری ښځې او کوچنيان وو.

همدا راز تېره مياشت د داعش ډلې جګړه مارو د عراق پر شمالي کلي – غريب په حمله کې درې کسان ووژل او نهه نور يې وروسته له هغه ټپیان کړل چې کليوالو دغو جګړه مارانو ته له خوړو او وسلو ورکولو ډډه وکړه.

تېره اوونۍ داعش ډلې د عراقي ښار موصل په شمال کې د سعديه په نوم کلي کې درې کسان ووژل او یو يې وتښتاوه.

اسوشيټېډ پرېس د عراق د پوځ وياند بريد جنرال یحي رسول له قوله ليکلي چې امنیتي ځواکونو يې په لويديځ ولايت انبار کې د داعش پر ضد پراخ عملیات پيل کړي دي.

څېړونکي خبرداری ورکوي چې د داعش جنګيالي ښايي بېرته سره راټول شي او د ۲۰۱۰میلادي غوندي کله چې ويل کېدل دا ډله په ۲۰۰۷میلادي کال کې په عراق کې ماته شوې ده، یو ځل بيا راپورته شي.

XS
SM
MD
LG