د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۳:۲۰

یوه ډله تبلیغیانو د اعتراض په ډول د خوست-ګردیز عمومي سړک تړلی


پرون پنجشنبې په ورځ په خوست کې د تبلیغي اجتماع په مخالفت کې هغه شمېر تبلیغیانو چې په دیني تبلیغ کې د پاکستان د رایوینډ د مشرانو په ترتیب فعالیت لري، د خوست-ګردیز عمومي سړک تړلی او ګاډو ته يې تر ماښامه ورباندې د تګ او راتګ اجازه نه ورکوله.

په خوست کې تبلیغیان له نېږدې دوه کلونو راهیسې په دوه ډلو ویشل شوي، یو ډله د پاکستان د رایوینډ مرکز او یوه بله ډله د افغانستان د جلال اباد د تبلیغي مرکز په لارښوونه او ترتیب تبلیغي فعالیتونه کوي.

څو میاشتې وړاندې کله چې په تبلیغي مرکز کې د لمونځ کوونکو جمه په دوو ډلو وویشل شوه، ځايي خلکو دواړه ډلې له مرکز څخه ویستې او له دوی يې وغوښتل چې خپل اختلافونه حل او وروسته دې په متحد ډول مرکز ته ورشي، خو په خوست کې د ځايي ادارې، مدني ټولنو، دیني مدرسو، قومي مشرانو او دیني مشایخو په پرله‎پسې منځګړیتوب او پرېکړو هغوی موافقې ته ونه رسېدل او د خوست تبلیغي مرکز تر اوسه هم تړلی دی.

د پاکستان ترتیب پورې تړلي تبلیغیان وايي چې ځايي ادارې او نورو مشایخو پرېکړه کړې چې سږ کال به په خوست کې تبلیغي اجتماع نه کوي، خو د افغانستان د ترتیب والا تبلیغیان وايي چې دا يې خپل هېواد دی او د دې هېواد د نورو وګړو په شان دوی هم حق لري چې اجتماع جوړه کړي، خو دا مني چې تر نهايي فیصلې به مرکز په خپل سر نه خلاصوي.

دوی وايي، په خوست کې اجتماع جوړوي او په‎دې برخه کې به د هېچا د فشار او ګواښ پروا ونه ساتي.

په خوست کې تبلیغي اجتماع ته چې معمولاً د خوست په لویه عیدګاه کې جوړېږي د افغانستان له بېلابېلو سیمو تبلیغیان ور روان دي.

د جلال اباد د تبلیغي مرکز یو تن مشر عبدالله وايي:

"په‎دې ځای کې تبلیغي اجتماع زموږ قانوني حق دی، اجتماع څه ته وايي، خلک لمانځه ته راجمع کوو او وعظ ورته کوو، ګوره نن سبا دوه سوه جلسې کېږي، پارلمان لپاره هر څوک حق لري، نو زه هم د تبلیغي اجتماع حق لرم، موږ په هر ولایت کې مراکز لرو، د جلال اباد د مرکز ماتحت دي، خپل جوماتونه موږ په جلال اباد کې راجمع کوو او په ملک کې يې تقسیموو، دوی جوماتونه جذب کوي او پنجاب ته يې لېږي."

د ګل دادشاه په نوم یو بل تبلیغي وايي چې دوی د مجاهدینو له کامیابۍ را وروسته په افغانستان کې تبلیغي کار پیل کړی او په ډېرو ولایتونو کې يې مرکزونه جوړ کړي، تبلیغي اجتماعوې يې جوړې کړي او دا کار به تر دې وروسته هم پرمخ بیايي.

بل خوا هغه تبلیغیان چې د پاکستان د رایوینډ مرکز په ترتیب فعالیت لري وايي چې دوی په خوست کې د اجتماع جوړېدو ته اجازه نه ورکوي.

دوی وايي، افغان حکومت پرېکړه کړې چې سږکال به په خوست کې اجتماع نه جوړېږي او هغوی په همدې خاطر خپله اجتماع پکتیکا ته انتقال کړه.

د محمدسلطان په نوم یو تبلیغي امیر وايي، تر هغه چې مقابل طرف تبلیغیان له خپلې پرېکړې منصرف نه‎شي، د خوست-ګردیز سړک به نه خلاصوي او تبلیغي اجتماع ته به هم اجازه ورنه کړي.

د رسول بادشاه په نوم یو بل تبلیغي هم وايي چې ځايي ادارې دوی ته غوږ نه دی نیولی، خو د جلال اباد د ترتیب تبلیغیانو ته پاملرنه کوي.

بل لوري ته د خوست ښار اوسیدونکي د سړکونو او لارو بندېدل ښه کار نه بولي او وايي چې عامو خلکو ته باید تکلیف ورنه کړل شي.

بلخوا د خوست د والي ویاند طالب منګل په دې اړه وویل:

"دوی ته وخت ورکړل شو چې د جمعې ورځې تر مازدیګره د اجتماع چارې راغونډې کړي، موږ له ټولو غوښتنه کوو چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي، امنیتي ادارو ته هم هدایت دا دی، هر څوک چې تاوتریخوالی کوي یا عامه نظم ګډوډوي، د هغې په اړه اقدامات وکړي، خو ښه خبره دا ده چې په یووالي کې اجتماع وکړي."

د خوست اوسیدونکي په ټوله کې په دوو ډلو د تبلیغانو وېش او د دوی تر منځ د اختلاف ډېریدل ښه نه ګڼي او له افغان حکومته، د حج او اوقافو وزارت او د علماوو له سرتاسري شورا غوښتنه کوي چې د دې اختلاف هواري ته یوه مناسبه او دواړو لورو ته قانع کوونکې حل لاره پیدا کړي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG