د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۸ تله ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۲۵

باسټون ګلوب: افغانستان او عراق په بې ثباته حالت کې پاتې دي


  • ایکانومیک ټایمز

ایکانومیک ټایمز ورځپاڼې لیکلي ۴۹ فیصده امریکاییان وايي چې امریکا متحده ایالتونه په افغانستان کې تر ډېره ناکامه شوی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه دا په واشنګتن کې د پیو په نوم د یوه څېړندوی مرکز د سروې نتیجه ده.

دا سروې ښيي له هغو کسانو سره چې مرکې ورسره شوي ۳۵ فیصده په دې باور دي چې امریکا په افغانستان کې بریالۍ ده.

ایکانومیک ټایمز ورځپاڼه د پیو څېړندوی مرکز په حواله لیکي چې په افغانستان کې د امریکا د ماموریت په اړه په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې تر ډېره پورې نظریات منفي و.

ایکانومیک ټایمز: په افغانستان کې د امریکا د ماموریت په اړه په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې تر ډېره پورې نظریات منفي و.
ایکانومیک ټایمز: په افغانستان کې د امریکا د ماموریت په اړه په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې تر ډېره پورې نظریات منفي و.

په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۱ کلونو کې دا پوښتنه مطرح وه چې ایا امریکا به خپلو اهدافو ته ورسیږي؟

د ایکانومیک ټایمز ورځپاڼې په دې مقاله کې وړاندې راغلي چې هغه وخت د اکثرو خلکو ځواب دا و چې هو امریکا به بریالۍ شي.

ورځپاڼه لیکي نن ورځ کم شمېر امریکایان په دې باور دي چې په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور یوه سمه پرېکړه وه.

ایکانومیک ټایمز: ۴۹ فیصده امریکاییان وايي چې متحده ایالتونه په افغانستان کې تر ډېره ناکامه شوی دی

په مقاله کې راغلي چې هم جمهوري غوښتونکي او هم ډموکراتان له دې نظره اوس کم ملاتړ کوي.

د پیو څېړندوی مرکز په حواله پخوا به جمهوري غوښتونکي د ډموکراتانو په نسبت په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور د پرېکړې ملاتړ کاوه.

  • باسټون ګلوب

ایا امریکا متحده ایالتونه د عراق او افغانستان جګړه هیروي؟

دا د باسټون ګلوب خپرونې د یوه مطلب عنوان دی.

په مطلب کې راغلي چې امریکا اولس کاله مخکې افغانستان ته لاړه او د دغه هېواد د بیارغونې په چارو کې یې ۱۲۶ میلیارده ډالره مصرف کړل.

خو د خپرونې په لیکنه د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د مرستو په سر د څار اداره سیګار د دغو پیسو د ډېرې برخې د چور او تالان کېدو په اړه معلومات ترلاسه کړي دي.

باسټون ګلوب: لکونه ملکیان وژل شوي او میلیونونه نور د دغو جګړو له امله بې ځایه شوي دي

وړاندې لولو زیاته اندازه پيسې چې د افغانستان بیارغونې ته بیلې شوې وې تر ډېره د جګړې د لمن د پراخېدو، د فساد زیاتوالي او له ترهګرو د ملاتړ په غښتلي کولو لګیدلي دي.

د باسټون ګلوب په لیکنه د دې تر څنګ د امریکا سیاسي مشرانو د افغانستان او عراق د جګړو په اړه چوپتیا غوره کړې ده.

باسټون ګلوب: جنرال جان نیکولسن چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو مشر و په تېرو شلو میاشتو کې یو وار هم د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره نه و لیدلي.
باسټون ګلوب: جنرال جان نیکولسن چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو مشر و په تېرو شلو میاشتو کې یو وار هم د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره نه و لیدلي.

باسټون ګلوب لیکي جنرال جان نیکولسن چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو مشر و په تېرو شلو میاشتو کې یو وار هم د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره نه و لیدلي.

د خپرونې په لیکنه افغانستان او عراق په بې ثباته حالت کې پاتې دي.

افغان حکومت په ډېرو سیمو کې په سختو جګړو بوخت دی.

باسټون ګلوب په پای کې لیکي چې لکونه ملکیان وژل شوي او میلیونونه نور د دغو جګړو له امله بې ځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG