د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۸

د «میسم» یا ملي یووالي سترې مجموعې» په نوم سیاسي خوځښت خپل موجودیت اعلان کړ


په افغانستان کې د سیاسي خوځښتونو د رامنځته کېدو په دوام د پنجشنبې په ورځ د ملي یووالي د سترې مجموعې په نوم خوځښت خپل موجودیت اعلان کړ.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار چې د دغه مجموعې له بنسټګرو څخه دی وايي، یاده مجموعه به د جګړې د پای ته رسېدو، د سولې لپاره د یوې بې طرفه شورا د جوړېدو، د موقت حکومت د رامنځته کېدو او یوه منتخب حکومت ته د واک په لېږد کې خپل مهم رول ولوبوي.

ګلبدین حکمتیار
ګلبدین حکمتیار

نوموړي زیاته کړه:

"د دغه مجموعې د رامنځته کېدو هدف دا دی چې اغیزمن شخصیتونه راټول شي، موږ د تصمیم نیونې د یوې معتبرې مرجع له تشې سره مخامخ یو، پارلمان او د ملي یووالي حکومت دغه مرجع نه ده."

په ورته وخت کې ښاغلي حکمیتار پر حکومت د راتلونکو انتخاباتو د ناسم مدیرت له کبله هم جدي انتقادونه وکړل او بې معنا لوبه یې وبلله.

د میسم په نامه سیاسي مجموعه په داسې حال کې خپل موجودیت اعلانوي چې تر دې وړاندې ځینو نورو سیاسي جریانونو هم خپل موجودیت اعلان کړی دی.

خو د چارو کتونکي بیا وايي، ډېری دغه سیاسي جریانونه د انتخاباتو په رانږدې کېدو ځکه د موجودیت اعلان کوي چې شخصي ګټې خوندي شي.

د افغانستان د ژغورنې آئتلاف، د افغانستان لوی ملي ائتلاف او ځینو نورو سیاسي جریانونو په وروستیو کې د رامنځته کېدو او فعالیت اعلان کړی دی.

که څه هم یاد ائتلافونو او سیاسي جریانونه د رامنځته کېدو هدف له کړکېچ څخه د افغانستان وتل او د ملي ګټو خوندیتوب په ګوته کوي خو باور دا دی چې دغه ائتلافونه تر ملي ګټو خپلو ګټو ته ډېره ترجیح ورکوي.

له دې ټولو سره ـ سره د محاز ملي ګوند مشر سید حامد ګیلاني بیا وايي، پر یوه ټغر د اغیزمنو شخصیتونو له راټولېدو پرته په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدل ممکن نه دي.

نوموړي زیاته کړه:

"هر څه چې مو په وس کې وي موږ به یې د اغېزمنو شخصتونو او جریانونو د یو ځای کېدو او په یوه محور د راټولېدو په برخه کې وکارو ترڅو افغانستان له اوسني کړکېچ څخه وژغورو."

په ورته وخت کې د افغان ملت ګوند مشر ستانه ګل شیرزاد بیا د یادې مجموعې د اعلانېدو په غونډه کې وویل چې که سیاسي شخصیتونه او جریانونه له ځنډ پرته د جګړې د پای ته رسېدو لپاره لاس په کار نه شي حالات به تر دې هم ترینګلي شي چې بیا به رامنځته شوي پرمختګونه هم له ننګونو سره مخ کېږي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG