- ګارډين «The Guardian»
بريتانوۍ ورځپاڼې ګارډين پر افغانستان د امريکا د متحده ايالاتو په مشرۍ د نړيوال ائتلاف د حملې د پيل د ۱۷م کال د پوره کېدو په مناسبت ليکنه خپره کړې ده.
نن يکشنبه د دې حملې د پيل ١٧کاله په داسې حال کې پوره شول چې د ورځپاڼې په حواله په دې جګړه کې د ناټو ٣٥٤٦ تنه سرتېري وژل شوي چې په هغو کې ٤٥٦يې بريتانويان دي.
ګارډين ويلي، يو محافظهکارانه اټکل ښيي چې تر اوسه د دې جګړې له کبله ٢١٧٠٠٠ افغانان هم وژل شوي دي.
ورځپاڼې ويلي په تېرو ١٧ کلونو کې هر کال په افغانستان کې لوږې، ناامنيو، د ژوند د چاپېريال تخريب او بېثباتۍ ادامه درلوده.
دغه هېواد لا هم په نړۍ کې له تر ټولو نېستمن او تر ټولو خطرناک هېواد ګڼل کېږي.
بريتانوۍ ورځپاڼې ګارډين زياته کړې، د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو بمباري زياته کړې، له دې سره ملکي تلفات هم زيات شوي دي.
په مطلب کې د ملګرو ملتونو د تېرې جولاى مياشتې راپور ته اشاره شوې چې پهکې ويل شوي، په افغانستان کې په ٢٠١٨ میلادي کال کې د تلفاتو شمېر خورا زيات ګڼل شوى چې د اټکل له مخې د ملکي افغانانو تلفات په ورځ کې په اوسط ډول ٢٨ ته رسېدلى دى.
روان کال په افغانستان کې د وژل شويو امريکايي پوځيانو شمېر ٧ ته ورسېد.
سټارس اېنډ سټرايپس «Stars and Stripes»
امريکايۍ ورځپاڼې سټارس اېنډ سټرايپس په افغانستان کې د يوه وژل شوي امريکايي سرتېري د هويت په اړه معلومات خپاره کړي دي.
د ورځپاڼې د پرونۍ ګڼې په حواله جېمز. اې. سلېپ «James A. Slape» تېره پنجشنبه د هلمند د يوې ساحې په تصفيه بوخت و چې د چاودنې په پېښه کې سخت ټپي شو، وروستهيې په يوه روغتيايي مرکز کې ساه ورکړه.
سټارس اېنډ سټرايپس ورځپاڼه ليکي:
له دې سره روان ميلادي کال په افغانستان کې د وژل شويو امريکايي پوځيانو شمېر ٧ ته ورسېد، حال دا چې په ٢٠١٠ میلادي کال کې په افغانستان کې ٥٠٠ امريکايان وژل شوي وو.
ورځپاڼه په افغانستان کې د ټولو وژل شويو امريکايانو شمېر ٢٢٥٠ تنه ښيي او وايي ١٣٠ تنه نور د جنګي مأموريتونو د ملاتړ پر مهال په نورو ځايونو کې وژل شوي دي.
د سټارس اېنډ سټرايپس ورځپاڼې په ليکنه دا پېښه پهداسې حال کې کېږي چې نن يکشنبه پر افغانستان د امريکا د متحده ايالاتو په مشرۍ د نړيوال ائتلاف د حملې د پيل ١٧ کاله پوره شول.