د کابل ورځپاڼو نن تر ډېره په افغانستان کې د روانې جګړې د بېلابېلو ابعادو په اړه بحثونه کړي او د هغې کورنیو او بهرنیو لاملونو ته یې اشاره کړې.
ویسا:
ویسا ورځپاڼې په یو مطلب کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د روانې جګړې یو اساسي علت د سېمې د هېوادونو لاس وهنه ده.
ورځپاڼې وړاندې د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون د غړو په حواله لیکلي دي چې په افغانستان کې روانه جګړه نیابتي بڼه لري او پاکستان، ایران او روسیه د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره په افغانستان کې مداخله کوي.
ورځپاڼې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت او امریکایی ځواکونو د قوماندان په حواله لیکلي دي چې امنیتي ستونزې زیاتې دي او روانه جګړه ممکن کلونه دوام وکړي.
ورځپاڼه کاږي چې د افغانستان په شمال کې د روسیې نفوذ مخ په زیاتېدو دی او امریکا لاس په کار شوې، څو د روسیې د نفوذ د پیاوړتیا مخنیوی وکړي.
دنیا:
دنیا ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د نا امنیو او جګړې د دوام لامل د افغان حکومت او امریکا ناسم سیاستونه بللي چې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې د زیاتېدو سبب هم ګرځېدلي.
ورځپاڼه لیکي چې جنګ د ستونزو حل لاره نه ده، بلکې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې او ځورونې سبب ګرځي چې دا په خپله د جګړې د دوام اسباب هم برابروي.
ورځپاڼې وړاندې پر افغان حکومت او امریکا غږ کړی دی چې د جګړې ستراتیژۍ پر ځای دې د سولې ستراتیژي غوره کړي، څو د ستونزو د حل لپاره عملي لارې پیدا او افغان ولس له دغه ناوړه حالت څخه وژغورلی شي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د روانې جګړې د اوږدېدو یو اساسي لامل د پاکستان لاس وهنه او له ترهګرو ډلو د اسلام اباد ملاتړ دی.
ورځپاڼې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په هغو څرګندونو سخت انتقاد کړی دی چې ویلي دي، د افغانستان د کمزوري حکومت، فساد او په حکومت کې دننه د سیاسي اختلافاتو لپاره پاکستان ګرم وبللی شي.
هېواد لیکي چې د اسلام اباد د مداخلې او ناسم سیاست له کبله د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ په خلاف روانه جګړه اوږده شوې او دروند لګښت پرې راغلی دی.
ورځپاڼې دا هم لیکلي دي چې اسلام اباد اوس له روسیې سره لاس یو کړی، څو په سیمه کې د تروریزم په خلاف د مبارزې لپاره د امریکا نوې سترتیژي هم له ناکامۍ سره مخ کړي.
انیس:
انیس دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د پاکستان د پوځي او استخباراتي کړیو سیاستونه تل د ګاونډیو هېوادونو د ملي ګټو پر خلاف پاتي شوي دي.
ورځپاڼه لیکي، که نړیواله ټولنه او په سر کې یی امریکا پر اسلام اباد جدي فشارونه وانه چوي، نو لری نده چې په افغانستان کې روانه جګړه د سېمې د هېوادونو او له هغی ور اخوا نړې امنیت هم وګواښي.
ورځپاڼې لیکلي دي چې د تروریزم له شره د خلاصون یوازنۍ لار پر پاکستان او په تېره بیا د دغه هېواد پر استخباراتي دستګاه د فشارونو زیاتول دي.