د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

د بشري حقونو څار: جګړه خصوصي کول د افغان ملکيانو ژوند له خطر سره مخ کوي


  • نيويارک ټايمز

امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز په افغانستان کې د سپتمبر مياشتې پر مهال د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه لیکلي دي.

ورځپاڼې د کابل او افغانستان د بېلابېلو ولايتونو څخه یو مياشتنی راپور چمتو کړی او لیکلي يې دي:

د سېپټمبر مياشتې پر مهال د افغان پوځ او پولیسو تر څلورو سوو زیات کسان په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.

نيويارک ټايمز د چارواکو له قوله ليکلي چې وايي: په افغانستان کې د امنیتي ځوکونو ورځني تلفات په اوسط ډول له درو تر څلورو کسانو دي.

نيويارک ټايمز: په افغانستان کې د امنیتي ځوکونو ورځني تلفات په اوسط ډول له درو تر څلورو کسانو دي
نيويارک ټايمز: په افغانستان کې د امنیتي ځوکونو ورځني تلفات په اوسط ډول له درو تر څلورو کسانو دي

د ورځپاڼې په وینا په افغانستان کې سږ کال د تلفاتو شمېر د تېرو کلونو په پرتله ډېر وو.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د سپتمبر مياشتې هرې پيښې ته جلا کتلي او ليکلي يې دي: په دې مياشت کې د افغانستان په بیلابیلو سيمو کې په فراه، غزني او بادغيس ولايتونو کې تر ټولو خونړۍ حملې پر افغان امنيتي ځواکونو وشوې. يوازي په همدغو درو ولايتونو کې د وژل شویو شمېر دوه سوه وو.

  • وال سټريټ ژورنال

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخاباتو په درشل کې د امنيتي تهديدونو زیاتېدو ته پام کړی دی.

د ورځپاڼې په وينا، د سې شنبې په ورځ د ننګرهار ولايت په خوندي سيمه کې ولسي جرګې ته د يوه نوماند په غونډه کې ځانمرګی بريد وشو.

کامه ولسوالي جلال اباد ښار ته نيږدې ده او د ننګرهار ولايت له خوندي سيمو ګڼل کيږي.

وال سټريټ ژورنال ليکلي، په ننګرهار کې نا امنیو او داعش ډلې حضور ته په کتو، تر اوسه معلومه نه ده چې د اکتوبر د شلمې انتخابات به د طالبانو او داعش ډلې تر کنترول لاندي سیمو کې هم کيږي که نه.

وال سټريټ ژورنال: په کامه ولسوالي کې د سې شنبې حملې په افغانستان کې د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه اندېښنې نورې هم زیاتې کړي دي.
وال سټريټ ژورنال: په کامه ولسوالي کې د سې شنبې حملې په افغانستان کې د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه اندېښنې نورې هم زیاتې کړي دي.

د ورځپاڼې په استدلال، په کامه ولسوالي کې د سې شنبې حملې په افغانستان کې د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه اندېښنې نورې هم زیاتې کړي دي.

  • د بشري حقونو د څار خپرونه

د ملګرو ملتونو بشري حقونو د څار ادارې په افغانستان کې د جګړې پر خصوصي کولو انتقاد کړی دی.

د خپرونې په وينا، که داسي کار وشي، په افغانستان کې به د ملکيانو ژوند له خطر سره مخامخ شي.

تر دې مخکې د بلک واټر بنسټګر ايريک پرينس په یوه تلویزیوني وينا کې ادعا کړې وه چې د افغانستان جګړه به په خصوصي کولو او د افغان ځواکونو په ملاتړ سره په شپږو مياشو کې پای ته ورسيږي.

د بشري حقونو د څار ادارې په لیکنه بلک واټر شرکت په عراق کې د وژنو او بد چلند په ګڼو مواردو کې تورن دی او د افغانستان د جګړې مسئوليت هغوی ته سپارل به اغېز نه لري.

دبشري حقونو د څار خپرونه: د بلک واټر بنسټګر ايريک پرينس په یوه تلویزیوني وينا کې ادعا کړې وه چې د افغانستان جګړه به په خصوصي کولو او د افغان ځواکونو په ملاتړ سره په شپږو مياشو کې پای ته ورسيږي.
دبشري حقونو د څار خپرونه: د بلک واټر بنسټګر ايريک پرينس په یوه تلویزیوني وينا کې ادعا کړې وه چې د افغانستان جګړه به په خصوصي کولو او د افغان ځواکونو په ملاتړ سره په شپږو مياشو کې پای ته ورسيږي.

دا اداره استدلال کوي چې د بلک واټر په ګډون خصوصي امنيتي شرکتونه له ۲۰۰۱م کال راهيسي په افغانستان کې پراخ حضور لري او په مستقيمه توګه د امریکا پوځ ته ځواب نه وايي خو که کوم جرم وکړي، امريکايي محکمو ته پر ځواب ويلو اړ ايستل کېدای شي.

ايریک پينس ويلي، د ده ځواکونه به د افغانستان د اساسي قانون له مخې ځواب وايي چې د بشري حقونو د څار ادارې په ليکنه، په داسي صورت کې به د افغانستان وضعیت نور هم کمزوری شي ځکه قضايي نظام یې ضعيف دی. او دا ځکه هم چې په دې هيواد کې د ملکيانو د وژنو قضيې لږ حل شوي.

XS
SM
MD
LG