وروسته له هغې چې وسلهوالو طالبانو په پلچرخي زندان کې د زندانیانو د اعتصاب په اړه د سره صلیب په بېتفاوتۍ انتقاد وکړ دا کمېټه وايي، دوی هڅه کوي چې د خبرو اترو له لارې دا موضوع حل کړي.
سره صلیب نړیوالې کمېټې د طالبانو د وروستۍ اعلاميه په تړاو چې د پلچرخي په زندان کې د زندانيانو وضعیت په اړه خپره شوې له څه ویلو ډډه وکړه او په دې اړه هېڅ نظر نهلري.
د یادې کمېټې ویاندې رویا موسوي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۲۵» ازادي راډيو ته وویل، د سره صلیب کمېټه وخت په وخت له زندانیانو څخه لیدنه کوي، خو د یوه بېپرې بنسټ په توګه دوی کولای شي یوازې د زندانیانو سره بشري چلند وڅېړي او ورسره مرستې وکړي.
نوموړی وايي، د زندانیانو او د حکومت د ځينو کارونو په اړه دوی هېڅ ډول دخالت نهشي کولای.
اغلې موسوي زیاته کړه:
"زموږ پلاوي له زندانیانو سره د اګسټ په ۱۳مه لیده کاته درلودل، موږ د یوه بېطرفه بنسټ په توګه هېڅ وخت هم په دولتي کارونو او هغه څه چې زندانیانيې کوي مداخله نهکوو، موږ تل هڅه کوو چې له زندانیانو سره انساني چلند وشي، د دې لپاره چې د سره صلیب بېپري توب وښيي، په نورو چارو کې ډېره مداخله نهکوو، خو هڅه مو کړې چې روغتیايي او نور خدمات دوی ته ورسوو."
دا پهداسې حال کې ده چې وسلهوالو طالبانو په یوه اعلامیه کې په پلچرخي کې د زندانیانو د اعتصاب په اړوند د سره صلیب کمېټې پر نهپاملرنې انتقاد کړی دی.
په اعلامیه کې راغلي، د زندانیانو له بشري حقونو ملاتړ د سره صلیب دنده ده چې هېڅ پاملرنه نهده ورته شوې.
طالبانو ویلي، له سره صلیب سرهیې امنیتي ژمنه لغوه کړې او نور د هغوی د ځان او مال د امنیت ضمانت نهکوي.
د دغې ډلې ویاند ذبیحالله مجاهد د پنجشنبې په ورځ ازادي ته راډیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې پهدې اړه تر اوسه د دوی دریځ نهدی بدل شوی.
د سره صلیب کمېټه پهدې اړه چې له دغې موضوع وروستهيې مرستې بندې کړي، که نه؟ څه نهوايي، خو وايي هڅه کوي چې د خپل مأموریت له مخې خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي.
دغه نا دولتي بشر دوستانه کمېټه له تېرو ۳۱ کلونو په افغانستان کې فعالیت لري چې مهمه او عمده دندهیې د جنګ د قربانیانو درملنه او د دوی لپاره لومړنۍ مرستې دي.
د پلچرخي زندان زندانیانو د نږدې یوې اوونۍ راهیسې د نهخوړلو اعتصاب کړی او د خپلو حقونو عملي کېدل غواړي.
له دې سره د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د افغانانو لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې او نورو مرستندویه بنسټونو فعالیت مهم ګڼي.
د یاد کمېسیون ویاند بلال صدیقي ازادي راډيو ته وویل:
"کله چې دغې بنسټ مرستې بندېږي، طبعاً هغه کسان چې زیانمن دي او متضرره کېږي دوی بشر دوستانه مرستو ته لاسرسی نهشي موندلی او د دې لامل ګرځي چې د ملکي تلفاتو کچه لوړه شي او هغه کسان چې په بېلابېلو ځایونو کې درملنې او نورو خدماتو ته اړتیا لري له بده مرغه دوی نهشي ورته رسېدلی."
دی وايي چې په جګړه کې ښکېلې خواوو ته ښايي چې د بشردوستانه مرستندویه بنسټونو فعالیت خوندي کړي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ