د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۹

فارن پالیسي: په افغانستان کې ۱۷ کاله پر ناسمه لاره


  • فارن پالیسي

فارن پالیسي خپرونې د افغانستان په اړه یو مطلب خپور کړی چې عنوان یې دی، په افغانستان کې ۱۷ کاله پر ناسمه لاره.

خپرونه لیکي:

هېڅ داسې نظرپوښتنه نه‎ده شوې چې د امریکا خلک پوه شي چې په افغانستان کې ولې لا هم جګړه روانه ده.

فارن پالیسي د مطلب په دوام لیکي چې د امریکا د ټولو پخوانیو جګړو برعکس د افغانستان د جګړې په اړه ډېر کم بحث شوی او ښايي په کال کې یوازې یوځل په‎دې اړه په کانګرس کې بحث وشي.

د مطلب لیکوال زیاتوي، هغه مهال چې د عراق جګړه پیل شوه، د امریکایانو کرکه هم د دې او هم د افغانستان د جګړې په خاطر خورا زیاته شوه.

فارن پالیسي لیکي چې هغه مهال د افغانستان جګړه یوه مثبته جګړه بلل کېده، خو د مطلب لیکوال له دې سره د امریکا د یوه پخواني ولسمشر بنجامین فرانکلین هغه وینا نقل کړې چې وايي، ښه جګړه او بده جګړه هېڅ شته نه.

فارن پالیسي لیکي چې د امریکا مخکیني ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو ژمنه کړې وه او پلویانو یې هم د ده ملاتړ کاوه، خو له دې سره-سره دا جګړه پای ته ونه رسېده او بیا یې هم تلفات، ورانۍ، لګښتونه او زیانونه واړول.

خپرونه له افغانستانه د پوځي ځواکونو د ایستلو په اړه د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنې او هغې وینا ته هم اشاره کوي چې په افغانستان کې میلیاردونه ډالر لګیدلې پیسې یې ضایع شوي بللي، خو ټرمپ هم د افغانستان جګړې ته د خپلې ولسمشرۍ د دورې له پیل سره سم دوام ورکړ.

فارن پالیسي د مطلب په وروستۍ برخه کې لیکي چې هېڅوک نه پوهېږي د افغانستان جګړه به تر کله روانه وي او څه وخت به پای ته ورسېږي.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخاباتو او په‎دې بهیر کې د ښځو پر وړاندې پرتو ستونزو ته کتنه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي چې د ښځینه کاندیدانو په ګډون یو شمېر کسان د دې انتخاباتو په اړه اندیښنې لري ځکه د ورځپاڼې په وینا هېڅ‎څوک نه پوهېږي چې د میزان په ۲۸ مه نېټه به څه پېښ شي.

ورځپاڼه د ولسي جرګې د یوې کاندیدې له قوله لیکي چې وايي، په‎دې انتخاباتو کې د ډېرو پیسو مسئله دخیله ده او خورا ډېرو شتمنو کسانو ځانونه کاندیدان کړي.

خپرونه د مطلب په دوام لیکي چې پخوا له دې د ناامنۍ څو خونړۍ پېښې لیدل شوي او پر ښوونځیو، لوبغالو او نورو عامه تاسیساتو حملو لسګونه کسان مړه او ټپیان کړي دي.

ګارډین لیکي، دې ټولو اندیښنو ته په پام سره د امنیت مسئله د انتخاباتو په وړاندې تر ټولو لویه ازموینه ده چې انتخاباتي کمپاینونه یې ستونزمن کړي دي.

XS
SM
MD
LG