د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

واشنګتن پوسټ:خلیلزاد د افغانستان د وضعیت او د سولي مذاکراتو ته خوشبین دی


  • واشنګتن پوسټ

واشنګتن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد د غوره کېدو او په افغانستان کې د امریکا د اوږدې اولس کلنې جګړې په اړه مقاله لیکلې ده.

د ورځپاڼې په لیکنه د امریکا د اوږدې جګړې د ختمولو مسوولیت چې د پای ته رسېدو نښې یې نه ښکاري خلیلزاد ته ور په غاړه شوی.

ورځپاڼه لیکي چې ښاغلي خلیلزاد په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم د ړنګولو لپاره د امریکا د ولسمشر جورج ډبلیو بوش د ادارې له خوا د جوړې شوې طرحې په عملي کولو کې مرسته کړې وه.

واشنګتن پوسټ لیکلي دغه په خټه افغان امریکایي ډپلوماټ چې د جمعې په ورځ د وفادارۍ لوړه وکړه موظف دی څو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو د پیل لپاره کار وکړي.

د واشنګتن پوسټ په خبره طالبان هغه ډله ده چې د خلیلزاد د زیږیدو د ټاټوبي ډېرې برخې یې په کنټرول کې دي.

واشنګتن پوسټ : طالبان هغه ډله ده چې د خلیلزاد د زیږیدو د ټاټوبي ډېرې برخې یې په کنټرول کې دي.
واشنګتن پوسټ : طالبان هغه ډله ده چې د خلیلزاد د زیږیدو د ټاټوبي ډېرې برخې یې په کنټرول کې دي.

د واشنګتن پوسټ د دغه مطلب د لیکوال په باور خلیلزاد دې ته خوشبینه دی چې دا وار وضعیت بدل دی خو هغه له تېره زده کړي چې باید محتاطه و اوسي.

واشنګتن پوسټ لیکلي چې زلمي خلیلزاد دندې ته له راستنېدو وروسته په خپله لومړۍ مرکه کې ویلي، داسې ښکاري چې یو شمېر طالبان د احتمالي پخلاینې او د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو په لټه کې دي.

واشنګتن پوسټ: د امریکا د اوږدې جګړې د ختمولو مسوولیت خلیلزاد ته ور په غاړه شوی

خلیلزاد زیاته کړې دا به له وخت مخکې وي چې اټکل وکړو خبرې به چېرته او څه ډول ترسره شي.

خو د ورځپاڼې په لیکنه دغه امریکايي ډیپلوماټ د ایران او طالبانو په ګډون په مسکو کې د سولې د خبرو په اړه د امریکا احتمالي ګډون نه دی رد کړی.

  • ډیپلوماټ خپرونه

ډیپلوماټ خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان او امریکا د دوه اړخیز امنیتي تړون په اړه مقاله خپره کړې ده.

د مقالې په پیل کې ددې تړون د بیاکتنې لپاره د افغانستان د ولسي جرګې د غړیو د رایې اچوونې مسئلې ته اشاره شوې ده.

ډیپلوماټ لیکي ولسي جرګې دوه اوونۍ مخکې داسې وخت د دغه تړون د بیا کتنې لپاره مثبته رایه ورکړه چې ډېر شمير وکیلانو په غونډه کې حضور نه درلود.

ډیپلوماټ: ولسي جرګې دوه اوونۍ مخکې داسې وخت د افغانستان و د امریکا د تړون د بیا کتنې لپاره مثبته رایه ورکړه چې ډېر شمير وکیلانو په غونډه کې حضور نه درلود.
ډیپلوماټ: ولسي جرګې دوه اوونۍ مخکې داسې وخت د افغانستان و د امریکا د تړون د بیا کتنې لپاره مثبته رایه ورکړه چې ډېر شمير وکیلانو په غونډه کې حضور نه درلود.

وړاندې لولو چې د کابل – واشنګتن د امنیتي تړون د بیاکتنې په سر د ټينګار په پار د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول یو شمېر سیاستوال ځینې غونډې هم کړي دي.

خو ډیپلوماټ د افغان حکومت د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په حواله چې په نیویارک کې یې خبرې کړي لیکلي چې کرزی له دې فرصته د نورو هدفونو لپاره ګټه اخلي او دا چې خپل شخصي نظر څرګند کړي.

په دوام کې د ښاغلي عبدالله د چهارشنبې د خبرو په حواله لیکل شوي چې د ولسي جرګې د دوه اوونۍ مخکې رایه اچونه اصلاً د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي تړون د تطبیق په سر څرخېده.

XS
SM
MD
LG