د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

عبدالله عبدالله: ترهګر وشړئ یا یې محاکمه کړئ


د افغانستان اجرائیه رئیس په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره پر ګډې سمیه‌ییزې همکارۍ ټینګار وکړ.

ده د ملګرو ملتو درې اویایمې عمومي غونډې ته په نیویارک کې تیره شپه وویل چې موږ له ګاونډیو هېوادونو غواړو په ځانګړي ډول له پاکستانه چې له موږ سره همکاري وکړي، څو تروریستان په نښه کړو او د هغوی خوندي پناه ځایونه له منځه یوسو.

عبدالله عبدالله پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي دا خبره هم وکړه چې د ترهګرو پناه ځایونه باید له منځه یوسي.

نوموړي وویل:

"هغه ځایونه چې دوی په‌کې هوسا دي او پناه یې هلته اخېستې ده هغه دې بند کړي، دا تېري کوونکي دې محاکمه کړي یا دې له خپلې خاورې وشړي. تر اوسه په‌دې برخه کې اغېزمن ګام نه‌دی اخېستل شوی، خو موږ د سیمې او ورهاخوا هېوادونو سره کار کوو چې بهتره نتیجه ترلاسه کړو."

پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي چې ترهګرو ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې ده.

پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي چې ترهګرو ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې ده.
پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي چې ترهګرو ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې ده.

عبدالله عبدالله په ورته وخت کې پر پاکستان غږ وکړ چې د سولې او پیوستون د ګډ پلان د عملي کیدو لپاره اغېزمن ګامونه واخلي.

افغانستان د غویي په میاشت کې له پاکستان سره د سولې او پیوستون پر ګډ پلان موافقه وکړه.

په دې پلان کې له ترروېزم سره مبارزه، امنیتي همکاري، د سولې او روغې جوړې پروسه، ګډه پراختیا، له پاکستانه د افغان کډوالو ستنېدل او په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره هڅې شاملې دي.

نژدې دوه اوونۍ مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په کابل کې له افغان چارواکو سره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د بشپړېدو او پلي کېدو لپاره خبرې وکړې او ویې ویل چې دا خبرې ګټورې وې.

نژدې دوه اونۍ مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په کابل کې.
نژدې دوه اونۍ مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په کابل کې.

د افغانستان اجرائیه رئیس تردې مخکې د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوترش سره په کتنه کې هم ویلي و چې تردې دمه د پاکستان په سیاستونو کې د افغانستان په ارتباط بنسټیز او ستراتیژیک بدلون نه تر سترګو کېږي.

افغانستان له پاکستانه په ورته وخت کې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د مرستې غوښتنه کوي.

عبدالله وايي، هڅې روانې دي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرې بریالۍ شي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د سولې په اړه وویل چې هڅې روانې دي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرې بریالۍ شي، خو ده وویل چې لاسته راوړنې به د دې خبرو قرباني نه‌کړو.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"دا ضروري ده چې ډاډه شو چې موږ سولې ته ورسېږو خو په ورته وخت کې دا مهمه ده چې خپل خلک او د هغوی په خوارۍ لاسته راوړنې خوندې کړو چې په‌دې کې اساسي قانون، د بیان ازادي، بشري او د جندر حقونه او اقتصادي برابر شوي فرصتونه شامل دي."

اجرائیه رئیس په کوچني اختر کې له طالبانو سره د اوربند ستاینه وکړه او ویې ویل چې په لوی اختر کې ورته اوربند د ځینو پلانونو او دسیسو ښکار شو.

XS
SM
MD
LG