د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۳

د افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي ټيمونه نن د مسابقې ډګر ته وځي


په پام کې ده نن سې شنبه د افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي ټيمونه د مسابقې ډګر ته ووځي.

د اسيايي جام په لړ کې دغه مسابقه نن د افغانستان پر وخت د مازيګر څلور بجې په دبۍ کې کېږي.

د کرکټ بورډ مطبوعاتي مسوول فريد هوتک ازادي راډيو ته وويل، د افغانستان ټيم له منظم پلان سره د مسابقې ډګر ته وځي:

"د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله دغې سيالۍ ته پوره چمتووالى لري او ان شا اله چې په منظم پلان سره به د هندوستان په وړاندې د لوبې ډګر ته کښته شي."

هندوستان د څلورو نومرو په لرلو سره د څلورو غوره ټيمونو د جدول په سر کې دى.

افغانستان د دويم پړاو دواړه مسابقې يوه پاکستان بله بنګله دېش ته بايللې ده.

XS
SM
MD
LG