د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د خپل روسي سیال سره ګوري


د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير وايي تمه لري، چې په نيويارک کې د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سره وګوري.

د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو پرون له خپل روسي سيال سرګي لاوروف سره د کتنې د احتمال اعلان په داسې حال کې وکړ، چې تر دې څو ساعته مخکې روسيې ويلي وو، چې غواړي سوريې ته د هوايي مدافع اس ۳۰۰ ډوله دستګاه ورکړي.

روسيه وايي له دې کاره يې هدف د سوريې د دفاعي ځواک پياوړتيا او له دې سره مرسته ده، چې بيا د تېرې اوونۍ هغه پېښه تکرار نه شي، چې د سوريې دولتي ځواکونو د روسيې يوه جنګي الوتکه په تېروتنې وويشتله.

روسيه وايي له دې کاره يې هدف د سوريې د دفاعي ځواک پياوړتيا او له دې سره مرسته ده، چې بيا د تېرې اوونۍ هغه پېښه تکرار نه شي، چې د سوريې دولتي ځواکونو د روسيې يوه جنګي الوتکه په تېروتنې وويشتله
روسيه وايي له دې کاره يې هدف د سوريې د دفاعي ځواک پياوړتيا او له دې سره مرسته ده، چې بيا د تېرې اوونۍ هغه پېښه تکرار نه شي، چې د سوريې دولتي ځواکونو د روسيې يوه جنګي الوتکه په تېروتنې وويشتله

ويل شوي چې د مايک پامپيو او د هغه د روسي سيال سرګي لاوروف ترمنځ به دغه کتنه په نيويارک کې د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې وشي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ نن د سپټمبر پر ٢٥مه پرانيستل کېږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو پرون په نيويارک کې يوه کنفرانس ته، چې د امريکا د ملي امنيت سلاکار او په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيره هم په کې حاضره وه، وويل:

”د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې به له روسي لوري سره پر ګڼو مسايلو خبرې وکړو. ډېر باوري يم چې په دغو موضوعاتو کې به د اس ۳۰۰ ډوله دفاعي سيسټم په اړه د روسيې د لوري وروستۍ پرېکړه هم کې شامله وي. موږ به د مشترکو زمينو د موندلو هڅه وکړو، چې له روسانو سره په کې کار وکړو. موږ ګڼ نور موارد هم پيدا کوو، چې دوى په کې د امريکا د ګټو خلاف عمل کوي. موږ به دوى د دغو کارونو له کبله مسوول وګڼو.“

بلخوا پرونۍ غونډې ته د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان بولټن وويل، د روسيې دا پرېکړه چې غواړي سوريې ته د الوتکو ضد پرمختللي ميزاييل ورکړي، يوه ”لويه تېروتنه“ ده او د سوريې په اووه کلنه جګړه کې به ”د پام وړ زياتوالى“ راولي.

د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان بولټن
د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان بولټن

بولټن ټينګار وکړ، تر هغو چې ايراني ځواکونه له سوريې وتلي نه وي، امريکايي پوځيان به ورڅخه ونه ځي.

د روسيې دفاع وزير سرګي شويګو پرون وويل، چې مسکو به د هوايي مدافع اس ۳۰۰ ډوله دستګاه په دوو اوونيو کې سوريې ته ورکړي او د سوريې دولتي ځواکونو ته به د هوايي دفاع د شبکې لپاره عصري اتومات دستګاوې هم وسپاري.

د روسيې دفاع وزير: چې مسکو به د هوايي مدافع اس ۳۰۰ ډوله دستګاه په دوو اوونيو کې سوريې ته ورکړي

دا په داسې حال کې ده چې له نن څخه اته ورځې مخکې ،د سپټمبر پر١٧مه، د سوريې دولتي ځواکونو په لاذقيه ولايت کې يوه روسۍ Il-20 ډوله اکتشافي الوتکه وويشتله او په کې سپاره ١٥ پوځيان يې ووژل.

د روسيې دفاع وزير اسرائيل ملامت کړل او تور يې ولګاوه، چې د اسرائيل پوځ له روسۍ الوتکې د سوريې د هوايي دفاع د دستګاوو د ګمراه کولو لپاره د سپر په توګه استفاده کوله.

XS
SM
MD
LG