د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰

د کرکټ افغان ملي ټیم سبا د هند په وړاندې خپله وروستۍ لوبه کوي


د افغانستان د کرکټ ملي ټیم سبا سې شنبه د هند په وړاندې د اسیا جام په لوبو کې خپله وروستۍ لوبه ترسره کوي.

افغان ټیم د اسیا جام په لوبو کې د څلور غوره ټیمونو تر منځ دوه لومړنۍ لوبې په پاکستان او بنګله دیش بایللي.

افغان ټیم د بنګله‎دیش په وړاندې پرون د ۲۵۰ منډو هدف پوره نه‎کړ او لوبه یې په څلورو منډو بایلوده.

تر دې ماتې وروسته د افغان لوبډلې کپټان اصغر افغان وویل:

"بنګله‎دیش ته دې مبارکه وي هغوی ډېره ښه لوبه وکړه. واقعاً دردونکې لوبه وه. موږ ته په شپږو بالونو اته منډې پاتې وې چې ډېره سخته نه‎وه. زموږ اصلي توپ وهونکي سمیع، ګلبدین او راشد هم راغلل خو ونه شوه. وروستي بنګالي بالر ډېر ښه بال وکړ ځکه یې هم لوبه وګټله."

افغان ټیم سږ کال د اسیا جام په ګروپي دور کې د بنګله‎دیش او سریلانکا ټیمونه مات کړي وو.

د اسیا جام د څلور غوره ټیمونو په یوه بله پرونۍ لوبه کې بیا هند د پاکستان له‎خوا د ۲۳۷ منډو هدف د یوې ویکټې په سوځېدو داسې حال کې پوره کړ چې شیکر داون او روهیت شرما خپلې سلیزې هم ووهلې.

XS
SM
MD
LG