د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

د کرکټ نړیوالې شورا، یو پاکستانی او دوه افغان لوبغاړي جریمه کړي


د کرکټ نړيوالې شورا د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې غړي اضغر افغان او راشد خان جریمه کړل.

دې شورا پرون شنبه وویل چې د پاکستان د کرکټ د ملي ټیم غړی حسن علي هم جریمه شوی دی.

د کرکټ د نړيوالې شورا په وینا، هغوی یې ورزشکارانو ته د لازم چلند پر اصولو د تېري له امله جریمه کړي دي.

راشد خان، اضغر افغان او حسن علي ته د جمعې د ورځې په مسابقه کې په یوه مورد کې د ناسم چلند له امله منفي نمرې هم ورکړ شوې دي.

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي چې درې واړه کرکټران باید په دې مسابقه کې د ګډون له امله، د ګټلو پیسو ۱۵ فیصده د جریمې په توګه ورکړي.

هغوی پر ځان لګېدلې جرمانه منلې او د کرکټ نړیواله شورا وايي چې له دې امله محکمې ته د مسئلې د راجع کولو اړتیا نشته.

د کرکټ نړیوالې شورا دقیقاً د هغوی د ناوړه چلند په اړه جزیات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې ناسم الفاظ او حرکتونه یې کړي دي.

XS
SM
MD
LG