د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۹

د کرکټ افغان ملي لوبډله به نن یکشنبه له بنلګه دېش سره مخ شي


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به نن یکشنبه د بنلګه دېش د کرکټ له لوبډلې سره مخ شي.

د افغانستان او بنګله دېش لوبډلې په ابوظبۍ کې د شیخ زاید په نړیوال لوبغالي کې سیالي لري.

دا د سوپر فور لړۍ څلورمه سیالي ده.

ټاکل شوې چې نن یکشنبه د هند او پاکستان د کرکټ لوبډلې هم په دُبۍ کې سره مخ شي.

افغانستان به د را روانې سې شنبې په ورځ په دُبۍ کې د هند له لوبډلې سره سیالي وکړي.

د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبډلې د اسیا د کرکټ جام لپاره په سیالیو کې د جمعې په ورځ سره مخ شوې او پاکستاني لوري په درېیو وېکټو افغانستان مات کړ.

XS
SM
MD
LG