د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۰

امریکا د ولسمشر ټرمپ او د شمالي کوریا دمشر د دوهمې کتنې په برابرولو کار کوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وايي دولسمشر ډانلډ ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اوون د دوهمې کتنې په برابرولو کار کوي خو ددې لپاره چې یقیني شي چې دې کتنې ته شرایط مناسب دي، یو څه نورو کارونو ته اړتیا ده.

مایک پومپیو پرون فاکس نیوز او ان بي سي امریکايی خبري چینلونو ته وویل دی هیله مند دی چې د و لسمشر ټرمپ او کیم جونګ اوون ترمنځ کتنه ژر وشي او دی تر دې کتنې مخکې د خبرو لپاره شمالي کوریا ته بیا سفر وکړي.

خو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وویل پر شمالي کوریا به نړیوال بندیزونه لګیدلي پاتې وي تر څو پورې چې دا هیواد خپل اټومي پروګرام چې امریکا ته ګواښ دی ،بند نه کړي.

مایک پومپیو وایې د شمالي کوریا له مشر سره د دوهمې کتنې په اړه به وروستۍ پریکړه جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ کوي
مایک پومپیو وایې د شمالي کوریا له مشر سره د دوهمې کتنې په اړه به وروستۍ پریکړه جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ کوي

مایک پومپیو وویل د شمالي کوریا له مشر سره د دوهمې کتنې په اړه به وروستۍ پریکړه جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ کوي.

نوموړي وویل دی هیله مند دی چې دواړه مشران به بیا له یو بل سره وویني او د شمالي کوریا د اتومي پروګرام په اړه به چې د ټولنې نړۍ لپاره یوه مهمه مسئله ده ،په خبرو کې پرمختګ وکړي.

بل لورته د جنوبي کوریا مشر په روانه اونۍ کې د شمالي کوریا له رهبر سره تر کتنې وروسته وویل چې کیم جون اوون غواړي د کوریا ټاپوزومې د غیر اټومي کولو د کار د چټکوالي په هدف د امریکا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره بیا وویني.

د جنوبي کوریا مشر په روانه اونۍ کې د شمالي کوریا له رهبر سره تر کتنې وروسته وویل چې کیم جون اوون غواړي د کوریا ټاپوزومې د غیر اټومي کولو د کار د چټکوالي په هدف د امریکا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره بیا وویني
د جنوبي کوریا مشر په روانه اونۍ کې د شمالي کوریا له رهبر سره تر کتنې وروسته وویل چې کیم جون اوون غواړي د کوریا ټاپوزومې د غیر اټومي کولو د کار د چټکوالي په هدف د امریکا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره بیا وویني

متحده ایالاتو د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر ته په نیویارک کې راتلونکې اونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د کتنې بلنه ورکړې ده او د پیونګ یوونګ له یو شمیرنورو چارواکو سره به امریکايي مقامات په جینیوا کې د اټومي مسئلې په اړه خبرې وکړې.

مایک پومپیو : د شمالي کوریا له مشر سره د دوهمې کتنې په اړه به وروستۍ پریکړه جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ کوي

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اوون د متحده ایالاتو له ولسمشر او د جنوبي کوریا له جمهور رئیس سره په خپلو تیرو کتنو کې ژمنه کړې وه چې دی به په مُکمله توګه د کوریا ټاپوزمې د غیر اټومي کولو لپاره ګامونه واخلي خو ددې ژمنې د عملي کولو لپاره په ترسره شوو خبرو کې ستونزې او خنډونه پورته شوي دي.

XS
SM
MD
LG