د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

امریکن انټرسټ: پاکستان به ولې همکاري نه کوي؟


  • امریکن انټرسټ

پاکستان به ولې همکاري نه کوي؟ دا په واشنګتن کې د امریکا د پخواني سفیر حسین حقاني د یوې مقالې عنوان دی چې د افغانستان او پاکستان په اړه د امریکن انټرسټ خپرونې خپره کړې ده.

د مقالې د لیکوال په باور داسې نه ښکاري چې پاکستان یا افغان طالبان دې د افغانستان په اړه خپله حساب بدل کړي ځکه د لیکوال په اند هغوی اوس داسې فکر کوي چې د امریکا پوځ د افغانستان پرېښودو ته زړه ښه کړی.

وړاندې لولو چې امریکا متحده ایالتونه اوس د پاکستان په نسبت هند ته ورنږدې شوی او دا چې اوس وخت چین اسلام د یوه اصلي همکار په توګه مني نه امریکا.

امریکن انټرسټ: امریکا متحده ایالتونه اوس د پاکستان په نسبت هند ته ورنږدې شوی
امریکن انټرسټ: امریکا متحده ایالتونه اوس د پاکستان په نسبت هند ته ورنږدې شوی

د مقالې په دوام کې راغلي چې امریکا هم باید له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان له خوا د همکارۍ کمښت ته چمتو وي ځکه د لیکوال په باور که څه هم د پاکستان پوځي او ملکي مشرانو له کلونو راهیسې له تروریزم سره مخالفت ښودلی خو له تروریزم او تُندلارۍ د دوی تعریف د امریکا له دریځ سره ډېر توپیر لري.

امریکن انټرسټ: امریکا باید له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان له خوا د همکارۍ کمښت ته چمتو وي

لیکوال لیکلي اوس ښکاري چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د دې پر ځای چې د پاکستان د محاسبې د بدلولو هڅه وکړي چمتو ده چې دغه هېواد ته له پام پرته په مستقیمه توګه له طالبانو سره خبرې وکړي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې امریکا په افغانستان کې د طالب او اسلامي دولت ډلې د وژل شویو کسانو د شمېر د اعلان له خبرې په شاه کیږي.

ورځپاڼې لیکلي چې د امریکا دفاع وزارت د دوی د یوه ایمیل په ځواب کې لیکلي چې د مخالفینو د مړو د شمېر اعلان اوس دریدلی.

خو په افغانستان کې د امریکا د پوځ یوه ویاند ډیویډ بټلر نیویارک ټایمز ته په ایمیل کې لیکلي چې دوی کله کله تاوتریخوالی بربنډوي خو ډېر وار له دې کار ډډه کوي مګر دا چې مطلقاً ضروري وي.

ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکا جګړه په وییتنام کې د امریکا د جګړې او د دغه هېواد له ښکېلتیا سره مقایسه کړې چې په خبره يې د طالبانو او داعشیانو د جسدونو د شمېر په ښودلو تبلیغات کوي.

نیویارک ټایمز : په افغانستان کې د امریکا جګړه په وییتنام کې د امریکا د جګړې او د دغه هېواد له ښکېلتیا سره مقایسه کړې چې په خبره يې د طالبانو او داعشیانو د جسدونو د شمېر په ښودلو تبلیغات کوي
نیویارک ټایمز : په افغانستان کې د امریکا جګړه په وییتنام کې د امریکا د جګړې او د دغه هېواد له ښکېلتیا سره مقایسه کړې چې په خبره يې د طالبانو او داعشیانو د جسدونو د شمېر په ښودلو تبلیغات کوي

نیویارک ټایمز د امریکا د دفاع وزارت د اوسنیو او پخوانیو چارواکو په حواله لیکلي چې په افغانستان کې د مړو شویو مخالفینو د شمېرو اعلان د هغې تبلیغاتي سټراټيژۍ برخه ده چې هدف یې د افغان جګړې لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ قانع کول دي.

نیویارک ټایمز بیا د نیوامریکن د امنیتي څېړنو د مرکز د څېړونکي جېسن ډیمپسي په حواله لیکلي چې د مخالفینو د مړو د شمېرو اعلان ښه نه دی ځکه دا کار به په سیمه کې د امریکا پر ضد ډېر خلک راوپاروي.

امریکا متحده ایالتونو د روان کال له جنورۍ میاشتې په جګړو کې د وژل شویو مخالفینو د شمېر اعلانول پیل کړل.

نیویارک ټایمز: د مخالفینو د مړو د شمېرو اعلان ښه نه دی ځکه دا کار به په سیمه کې د امریکا پر ضد ډېر خلک راوپاروي

په شاوخوا دېرشو خبري اعلامیو کې چې د پوځ له خوا خپرې شوي د څه باندې دوه نیم زره مخالفو جنګیالیو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبره یاده راغلې ده.

ورځپاڼې لیکلي چې معلومه نه ده چا سږ کال په افغانستان کې د وژل شویو مخالفینو د شمېرو د اعلانولو پرېکړه کړې.

نیویارک ټایمز د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون د یوه ویاند ډګروال راب ماننګ په حواله لیکلي چې دا کار د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مخ په زیاتیدونکو وړتیاوو د برسېره کولو لپاره شوی دی.

XS
SM
MD
LG