د سېپټمبر په پنځمه نېټه د کابل په دشت برچي سیمه کې په دوو انتحاري حملو کې په لسګونه وژل شوېو کسانو کې ۱۳ تنه ژورنالېستان هم شامل وو.
دا په یوه پېښه کې د ژورنالېستانو د مړینې تر ټولو لویه پېښه ده چې حتی په نړۍ کې یې ساری نه لیدل کېږي.
ځینې څارونکي په دې باور دي چې افغانستان د ژورنالېستانو لپاره، حتی د سوریې او نورو جګړه ځپلو هېوادونو په پرتله تر ټولو خونړۍ هېواد دی.
په افغانستان کې د ژورنالېستانو د خوندیتوب لپاره د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش په مشرۍ او د حکومت او رسنیو د استازو په ګډون د همکارۍ ګډه کمیټه کار کوي.
د دې کمېټې مرستیال ضیا بومیا له ازادي راډیو سره په مرکه کې هغه تدابیر مهم ګڼي چې په عملي کولو سره یې د ژورناېیستانو ژوند خوندي کېدای شي.
ښاغلي بومیا له احمدتکل سره د مرکې په پیل کې وايي چې ژورنالېستان د امنیتي ادارو له مسوولیتونو هاخوا په خپله هم د ځان د ساتنې مکلفیت لري: