د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د بایومټریک له سیسټمه د ګټې اخېستنې په اړه به خپل وروستۍ دریځ راتلونکې اوونۍ اعلان کړي.
د دې کمېسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې له دغه سیسټمه د استفادې په مسئله کې ۷۰ فیصده پرمختګ شوی دی.
نوموړي همدا شان ډاډ ورکړ چې له بایو مټریک سیسټمه ګټه اخېستنه د راتلونکو انتخاباتو په نېټې هېڅ ډول تأثیر نه لري.
د ازادي راډیو خبریال اکرام الله اکرام له ښاغلي هاشمي سره مرکه کړې او سر کې يې ترې په انتخاباتو کې د بایو مټریک له سیسټمه د ګټې اخېستنې په برخه کې د پرمختګونو په اړه پوښتنه کړې ده.
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: