د خوست یو شمېر مدني فعالان او روڼ اندي وايي چې افغان حکومت دې پهدې هېواد کې د دایمي او سرتاسري سولې لپاره د کورنیو سیاسي ډلو او جریانونو سربېره، د دې هېواد د ګاونډیانو، د سیمې د ملکونو او نړیوالې ټولنې ملاتړ لاسته راوړي.
دوی چې نن د جمعې په ورځ د سېپټمبر د ۲۱ مې یا د سولې د نړیوالې ورځې په اړه ازادي راډیو سره خبرې کولې ویل، کهچېرې دا ټول سیاسي جریانونه او هېوادونه د افغانستان د سولې په پروسه کې مرسته ونهکړي، نو پهدې هېواد کې به د جګړې دایمي بندېدل ستونزمن وي.
د نظر خاوند او مدني فعال نصیراحمد روښان وویل، که په افغانستان کې د سولې د بهیر د بریا لپاره د ټولو تاثیر لرونکو اړخونو ملاتړ خپل نهشي، نو د سولې ستر ارمان ته رسېدل به ستونزمن وي.
خوستي مدني فعالان او روڼ اندي د افغانستان د سولې په پروسه کې په خپله د افغانانو رول هم ټاکوونکی بولي او زیاتوي چې پهدې هېواد کې د روانې سیاسي او امنیتي کشالې یوازینۍ حللاره سوله ده.
د ولایتي شورا یو تن غړي نورشاه نوراني وايي:
"دا چې یو ځل زموږ څخه افغانستان ورانېږي او بیا وروسته سوله کوو او خپل هېواد ته راځو، بیا کنډوالو کې اوسېږو، نو باید پهدې اباد افغانستان کې سوله وکړو د خپل هېواد او هېوادوالو سره یو ځای شو او د خپل هېواد پر پرمختګ او سولهییز ټېکاو کې رول ولوبوو."
مدني فعاله نعت بي بي عمري وايي چې ناامنیو د ښځو په ژوند بده اغېزه کړې او د دوی د ټولنیزو خدمتونو او زده کړو پر وړاندې يې جدي ننګونې پیدا کړي دي، نوموړې تر هر چا زیات ښځو لهپاره سوله د یوې سترې اړتیا په توګه یادوي.
په وروستیو څلورو لسیزو کې په افغانستان کې حکومتي چارواکو د وسلهوالو مخالفینو د قانع کولو او سولې ته د دوی د هڅولو لپاره کوښښونه کړي، خو جګړې په بشپړ ډول نهدي ختمې شوې.
دیني عالم مفتي حبیب الرحمن خوستی وايي، ولسمشر محمداشرف غني د مخکینیو حکومتونو په پرتله د وسلهوالو سره د سولې ښه فرصتونه لري او زیاتوي:
"لارې چارې يې دغه دي، که نن سبا ولسمشر ته سړی نظر وکړي، د ولسمشر استعداد، صلاحیت او قدرت ته وګوري او په نړیواله کچه د ده تاثیر ته وګوري په هر لحاظ دی دا وړتیاوې په کار واچوي، نو ممکنه ده چې په افغانستان کې سوله راشي. "
مدني فعاله زهره جلال وايي، په جګړو کې ولسي خلک زیانمنیږي، نو باید د سولې لهپاره تر ټول ډېره ونډه هم دوی سرته ورسوي.
د نظر خاوند یوسف انتظار وايي، که افغان حکومت او نړیواله ټولنه په افغانستان کې سوله غواړي، نو هغو ټولو ستونزو او ننګونو ته دې حل لارې پیدا کړي چې د سولې پر وړاندې پرتې دي.
یاده دې وي د ۱۹۸۱ زیږدیز کال راهیسې چې د ملګرو ملتونو سازمان د سېپټمبر ۲۱ د سولې د نړیوالې ورځې په نوم ونوموله، هرکال د نورو هېوادونو په شان په افغانستان کې هم دا ورځ لمانځل کېږي او افغانان هم د سوله غوښتنې غږ د نړیوالو سره غبرګوي.
راپور: نجیب الله الوخېل