د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰

ارزګان پوهنتون کې په لومړي ځل لویه مشاعره ترسره شوه


د ارزګان ولایت د لوړو زده کړو په موسسه کې په لومړي په لویه سطحه مشاعره ترسره شوه چې په‎کې سلګونو لیکوالانو، شاعرانو، ادب پالانو، ځوانانو او د شعر مینه‎والو ګډون کړی وو.

په مشاعره کې شاعرانو او لیکوالانو د شعرونو، ترانو او تمثیلي ټوټو ترڅنګ پر یووالي هم خبرې وکړې.

دغه مشاعره د تېرې پنجشنبې په ورځ ناوخته مازیګر مهال په ترینکوټ ښار کې د لوړ زده‎کړو د موسسې په انګړ کې ترسره شوه.

د لوړ زده کړو د موسسې مسوولین وايي، دغه مشاعره يې دا ځل د ازموینې په هدف جوړه کړې وه او دا چې مینه‎وال يې زیات دي نو له وړاندې به دغه مشاعره د هر سمستر په پای کې جوړېږي.

د ادب د مینه‎والو او ځوانانو هم غوښتنه دا وه چې باید دغه مشاعره کلنۍ او سمستر واره شي.

دا په‎داسې حال کې ده چې د دغې مشاعر ترڅنګ په ارزګان ولایت کې د ارزګان غږ په نوم ښځینه او نارینه مشاعره هم هرکال ترسره کېږي او د دې ترڅنګ د دغه ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د سلېمان تخت بابا په نوم هم کلنۍ مشاعره پخوا ترسره کېده چې اوس يې ناامنیو مخه نیولې ده.

په‎دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:47 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG