د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

اروپايي ټولنه: د غیرقانوني کډوالو د مخنیوي لپاره شمالي افریقا سره اړیکې ټینګوو


اروپايي ټولنه غواړي چې اروپا ته د غیر قانوني کډوالو د مخنیوي لپاره د شمالي افریقا له هېوادونو سره نېژدې اړیکې ټینګې کړي.

د اروپايي ټولنې مشرانو پرون د اتریش په سالزبورګ ښار کې په یوه غیر رسمي سرمشریزه کې پریکړه وکړه چې د شمالي افریقا له مشرانو سره به اروپا ته د غیر قانوني مهاجرتونو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې کوي.

د اتریش صدراعظم سیباستیان کورز له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، اروپايي مشرانو د هغه پلان ملاتړ وکړ چې اروپا ته د غیرقانوني کډوالو د مخنیوي په هڅو کې د شمالي افریقا د عربي هېوادونو د ګډون سپارښتنه کوي.

ښاغلي کورز وویل چې دا به نه یوازې اروپا ته د غیرقانوني کډوالو د مخنیوي، بلکې د قاچاقبرانو پرضد د مبارزې په برخه کې هم مهم ګام وي.

د اتریش صدراعظم سیباستیان کورز
د اتریش صدراعظم سیباستیان کورز

د اروپايي شورا مشر ډونالډ ټوسک وویل، سرمشریزې پریکړه وکړه چې په فبروري میاشت کې به د عربي هېوادونو له مشرانو سره غونډه کوي او له هغو سره به پر نورو موضوعاتو سربېره د غیر قانوني کډوالو د مخنیوي پر لارو چارو هم خبرې کوي.

ټوسک هم د کډوالو د مخنیوي پر تدابیرو سربېره د قاچاقبرانو د ځپلو د اقداماتو یادونه وکړه:

"د کډوالو په اړه بحثونو وښوده چې موږ ښايي د ټولو مسایلو په اړه موافق ونه اوسو خو د خپل اصلي هدف په اړه- چې اروپا ته د غیرقانوني مهاجرتونو مخنیوی دی، ټول موافق یو. په دې اړه رغنده خبرې وشوې او پریکړه وشوه چې پر هغو مسایلو چې موږ یوموټی کوي او نتیجه یې ورکړې ده تمرکز ته به دوام ورکوو. دا په دې معنا چې خپل بهرني سرحدات به پراخوو او له دریمګړو هېوادونو سره همکاري به پیاوړې کوو. دا همکاري باید یوازې د کډوالو د مخنیوي او د قاچاقبرانو پرضد د مبارزې په برخو کې نه بلکې باید د شراکت د پراخ تصور پربنسټ وي."

د اروپايي شورا مشر ډونالډ ټوسک
د اروپايي شورا مشر ډونالډ ټوسک

د اتریش صدراعظم ښاغلي کورز یادونه وکړه چې د شمالي افریقا د هېوادونو له مشرانو سره په خبرو کې به پر اقتصادي پرمختګ هم تمرکز وشي. کورز د اروپايي ټولنې د هغې تګلارې یادونه وکړه چې هدف یې په افریقا کې د غیرقانوني مهاجرتونو د اصلي عامل- بېوزلی کمول دي.

سیباستیان کورز د اروپايي ټولنې د هغې تګلارې یادونه وکړه چې هدف یې په افریقا کې د غیرقانوني مهاجرتونو د اصلي عامل- بېوزلی کمول دي

اروپايي ټولنې له دې مخکې له ترکیې او لیبیا سره، چې د سمندري سرحدي ځواکونو افسران یې د کډوالو د مخنيوي په برخه کې د اروپايي ټولنې له خوا روزل شوي د همکارۍ تړونونه درلودل.

د همدې تړونونو په مرسته له ۲۰۱۵ کال په راوروسته موده کې اروپا ته د تلونکو کډوالو په شمیر کې یوناڅاپه کموالی راغی.

XS
SM
MD
LG