د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۲

د کابل امنیه قوماندان: د عاشورا ورځې مراسمو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي


په داسې حال کې چې د ځينو نورو ولایتونو تر څنګ په پلازمېنه کابل کې هم د عاشورا د ورځې په مناسبت ځانګړي مراسم پیل شوي، د کابل امنیه قومانداني وايي د دغې ورځې او مراسمو په خاطر يې ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي.

د کابل امنیه قوماندان سید محمد روشندل د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ وږې ۲۹» ازادي راډيو ته وویل چې دا ځل دوی د امنیت د ساتنې پلان له خلکو سره په ګډه جوړ کړی او تطبیقېږي.

د ده په وینا شته ګواښونو ته په کتو دغه پلان تر دې دمه ښه نتیجه ورکړې ده.

روشندل: په کابل کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي
روشندل: په کابل کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي

نوموړي زیاته کړه:

"دا لومړی ځل دی چې له خلکو سره په ګډه امنیتي تدابیر نیول کېږي او د دوی په تفاهم پلان جوړېږي، د خلکو له همکارۍ سره دا لسمه ورځ ده چې څه پېښه نه‌لرو او زموږ ځانګړي تدابیر همداسې دوام لري."

دی وايي، د کابل په سلو جوماتونو او تکیه‌خانو کې ولسي خلکو ته هم د امنیت د ساتنې او مسؤلیت په خاطر وسلې ورکړل شوي دي.

د ده په وینا د ولسي مسؤلینو شمېر نږدې ۵۰۰ کسانو ته رسېږي.

د کابل امنیتي چارواکي د ولس په همکارۍ په داسې مهال د ځانګړو امنیتي تدابیرو خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې مرکز کابل په تېره د کابل لوېدیځ چې تر ډېره شیعه مسلمانان مېشت دي د اسلامي دولت ډلې د حملو شاهد و.

د محرم د میاشتې لسمه د عاشورا ورځ هر کال په ځانګړو مراسمو، ویر او خیراتونو ځکه لمانځل کېږي چې په دغه ورځ د اسلام د پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم لمسی حضرت حسین «رض» د هغه یارانو سره یوځای د یزیدي لښکرو له‌خوا په ظالمانه ډول په شهادت رسېدلی وو.

په کابل ښار کې د تېرو کلونو د عاشورا مراسم
په کابل ښار کې د تېرو کلونو د عاشورا مراسم

په ولسي جرګه کې د خلکو استازي عارف رحماني د دغو مراسمو او په ټوله کې د امنیتي تدابیرو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زما په نظر حکومت او امنیتي بنسټونو متوجې ګواښونو ته په کتو په بشپړ ډول جدي تدابیر نیولي دي، خو دا د هزاره مېشتو د بېلابېلو سیمو سره په همکارۍ تر سره شوي دي."

دی وايي، هغو ګواښونو ته په کتو چې شیعه وګړو ته متوجې دي دا تدابیر باید دوامداره وي.

د ښاغلي رحماني په خبره د دغې چارې لپاره د دوی له‌منځه د استخباراتي کارکوونکو ټاکل بل هغه اقدام کېدای شي چې د ممکنه ګواښونو کچه کمه کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG