د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې دغه کمېسیون په انتخاباتو کې د بایو مټریک سیستم د کارونې په اړه څېړنې او مطالعات پیل کړي دي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او سیاسي ګوندونو ترمنځ د انتخاباتو د ترسره کېدو پر څرنګوالي تر اختلافاتو او جنجالونو وروسته اوس د دغه کمېسیون مسؤلین وايي چې له حکومت او نورو اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د بایو مټریک سیستم نه د استفادې په موضوع کار کوي.
د دغه کمېسیون ویاند سید حفیطالله هاشمي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۲۹» ازادي راډیو ته وویل چې په انتخاباتو کې د بایو مټریک سیستم نه د استفادې په طرح کار روان دی او ډېر ژر بهیې نتایج له خلکو سره شریک شي.
ښاغلي هاشمي زیاته کړه:
"په مختلفو سطحو کې د کمېسیون څېړنې روانې دي چې ایا پهدې کمه موده کې د بایو مټریک سیستم نه استفاده په انتخاباتو کې امکان لري او که نه؟ تر یو بریده زموږ څېړنې او مطالعه مخته تللې، ډېر ژر به دغه مسئله وروستۍ کړو او له خلکو سره بهیې نتایج شریک شي."
ښاغلي هاشمي دغهشان ډاډ ورکړ چې انتخابات به په خپل وخت ترسره شي ځکه په خبرهیې د ۲۰ ولایتونو ۹۰ سلنه مواد کابل ته رارسېدلي دي او د انتخاباتو لپاره چمتووالی ښه پر مخ ځي.
دا څرګندونې پهداسې حال کې کېږي چې سیاسي ګوندونو د نوملیکنې د پروسې د لغوه کېدو، د انتخاباتو له ټولو پروسو د سیاسي ګوندونو د څارنې او دغهشان په انتخاباتو کې د بایو مټریک سیستم نه د استفادې غوښتنې مطرح کړې دي.
د افغانستان لوی ملي ائتلاف پهدې وروستیو ورځو کې د خپلو همدغو غوښتنو د نهعملي کېدو په غبرګون په ننګرهار، هرات، کندز، کندهار او بلخ کې د انتخاباتو سیمهییز دفترونه وتړل چې لا هم د بلخ او کندهار دفترونه تړلي دي.
په ورته وخت کې ښاغلی هاشمي د ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو په اړه وايي چې دغه موضوعيې هم اړوندې کمېټې ته سپارلې او تر راتلونکو لسو ورځو پورې به د ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کېدو موضوع هم روښانه شي.
په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباو بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید که څه هم په انتخاباتو کې له بایو مټریک سیستم نه استفاده نېک ګام بولي، خو وايي په دومره کمه موده کې له دغه سیستم نه استفاده به پر انتخاباتو اغېز وکړي.
ښاغلی رشید وايي:
"د بایو مټریک سیستم نه استفاده ښه موضوع ده، خو د دغه سیستم ازمایښت وخت ته اړتیا لري ځکه که له ازمایښت پرته له دغه سیستم څخه استفاده کېږي، نو د دې وېره شته چې دغه پروسه له جدي تخنیکي ستونزو سره مخ شي چې بیا به هغه مهال انتخابات له کړکېچ سره مخ شي."
د ښاغلي رشید په خبره د وخت کمښت، په اړونده بنسټونو کې د ظرفیت کموالی، د بایو مټریک سیستم د ازمایښتي مرحلې لپاره د منظمې کړنلارې نهموجدیت، د دغې لړۍ په اړه د خلکو کم عامه پوهاوی او د دغې پروسې د مخ ته وړولو لپاره د مسلکي کارکوونکو نهموجودیت به د انتخاباتو په پروسې خپل اغېز ولري.
راپور: محمد حدیث پردېس