د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

د پکتیا مشرانو د منظور شوو پروژو د چارو پیلېدو غوښتنه وکړه


د پکتیا ولایت د سیدکرم او لجې منګل ولسوالیو یوشمېر قومي مشرانو او په ولایتي شورا کې د دوی غړو ن د وږې پر ۲۸مه د چهارشنبې په ورځ ګردېز کې د اعتراضیه مطبوعاتي غونډې پرمهال، له مرکزي حکومت، ولایتي ادارې او په پارلمان کې د پکتیا له استازو وغوښتل چې پکتیا ته د منظور شویو پروژو عملي چارې پیل کړي.

د سیدکرم ولسوالۍ یوتن قومي مشر او دیني عالم مولوي محمد فاروق په خپلو خبرو کې د یوشمېر هغو پروژو یادونه وکړه چې له منظورۍ یې کلونه تېر شوي خو چارې یې لانه دي پیل شوي او که پیل شوي بیا نیمه کاره پاتې شوي، دی وايي:

"زه خپله خبر یم چې د بالاده نه دا سړک ترمیرزکې پورې داغګیري منظوره شوې وه، دا سړک ولې جوړ نه شو، د هغه پیسې چا یوړې؟ دلکړۍ بند په ۱۳۸۶ -۱۳۸۷ کې یوهندو راغلی و سروې یې وکړه، د هغې طرف هم پسې ورک شو."

قومي مشر انجینیر دلاورخان وايي؛ پکتیا کې د مچلغو بند پروژه او ګردېز زرمت سړک دوې هغه پروژې دي چې له منظورۍ یې د یوې کابو پنځه او د بلې یې لس کاله تېرېږي او په دې موده کې یې قرار دادونه له بېلا بېلو شرکتونو سره تر سره شوي خو عملي چارې یې لس سلنه هم نه دي تر سره شوي.

د پکتیا قومي مشران
د پکتیا قومي مشران

قومي مشر انجنیر دلاورخان زیاتوي:

"په ۱۳۸۹کال کې د مچلغو پروژې قرارداد شوی ده، دا قرارداد د دېرش میلیونه اوه سوه لس زره ډالرو شوی، دوه میلیونه درې میلیون بیا پرې اضافه شوې وې چې ۳۳ میلیونه شوی ولې متا‌ءسفانه پر پروژې چا کار ونه کړ تقریباً په اتو کلونو کې ۷٪ کار شوی دی چې هغه ارزیابي شوی دی."

د پکتیا ولایتي شورا وکیل محمد رحمن قادري د اعتراضیه کنفرانس ګډونوالو غوښتني پرځای او د دوی حق وباله ویې ویل؛ که د پکتیا لپاره په منظور شویو ټولګټو پروژو کار پیل نه شي، د یادو ولسوالیو اوسېدوونکي به له دولت سره په ټولو ملي پروسوکې ګډون ونه کړي او راروانې ټاکنې به تحریم کړي:

"هیله ده له مرکزي دولت نه او په ځانګړې توګه له ولسمشر نه چې پر دې پروژو کار پیل شي، ترڅو خلک پوه شي چې مرکزي دولت دوی ته توجه کوي، که چېرې نه کېږي موږ به بیا په آینده کې د ولسمشریزو ټاکنو سره پرېکون اعلان کوو."

دوی د پروژو په ځنډ او له یو ځای بل ځای ته په بدلولو کې د ولایت مقام او په ولسي جرګه کې د دې ولایت یوشمېر وکیلان په لاس لرلو تورن کړل ویې ویل، دوی په خپله خوښه د پروژو موقعیت له یوځایه بل ځای ته او له یو شرکت څخه بل شرکت ته ورکوي چې له امله یې پروژې له خنډ او ځنډ سره مخ کېږي.

شمیم خان کټوازی
شمیم خان کټوازی

د پکتیا والي شمیم خان کټوازی د دوی ادعا ردوي وایي:

"په سیدکرم کې تر لجې پورې یو سړک و چې تبدیلي یې وشوه، خو هغه مو بېرته خپل حالت ته بېرته واړولو، نورې کومې داسې پروژې موږ نه لرو چې په هغو کې وکیلانو منفي مداخله کړي وي او هغو باندې موږ سترګې پټې کړو او هېڅ کله به نه د رییس، نه دوکیل نه د کوم قومي مشر داسې مداخله چې هغه دې منفي او د ولس په تاوان وي او پروژه غلط خواته انتقالیږي هغه به ونه منو."

قومي مشرانو د خپلو ادعاو د اثبات په خاطر د یوشمېر رسمي اسنادو کاپي هم رسنیو ته وسپارلې او پر ولسمشر یې غږ وکړ چې په ټولګټو پروژو کې د وکیلانو سلیقوي لاسوهنې بندې کړي او د ملي تدارکاتو اداره دې هغو شرکتونو ته پروژې نه ورکوي چې د وکیلانو لخوا جوړ شوي.

راپور: اصیل ځا ځی

XS
SM
MD
LG