د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

د هرات ولایت د باسکټبال ښځینه لوبډلې اتلولي وګټله


په کابل کې د ښځینه باسکټبال ملي لوبډلې په ټاکنیزو سیالیو کې د هرات ولایت ښځینه لوبډلې اتلولي وګټله.

د افغانستان د باسکټبال فدراسیون سکرتر جنرال غوث نیکبین ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې د کابل په ګډون د غزني، کندهار، هرات او بلخ ولایتونو ښځینه لوبډلو ګډون کړی و.

د ښاغلي نيکبین د معلوماتو له مخې، د دغو سیالیو په پایلوبه کې د هرات ولایت د باسکټبال ښځینه لوبډلې کابل ته په ماتې ورکولو سره، د دغو سیالیو اتلولي خپله کړه.

د نوموړي په خبره، د دغو سیالیو ۱۴ غوره لوبغاړي به د ملي لوبډلې لپاره وټاکل شي.

XS
SM
MD
LG