د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۷

ایرو اېشیا رېویو: د افغانستان د سولې په اړه امریکا خپل دریځ بدل کړی


  • ایرو اېشیا رېویو

ایرو اېشیا رېویو خپرونې په یوه مطلب کې په افغانستان کې د سولې روانو هڅو ته کتنه کړې او لیکي:

د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې په افغانستان کې د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ د مخامخ خبرو غوښتنه کړې ده.

د خپرونې په وینا وسله‎والو طالبانو چې د افغانستان د خاورې پر ډېری برخې کنټرول لري تر اوسه‎یې د افغانستان له حکومت سره له مخامخ خبرو ډډه کړې ده.

د خپرونې په لیکنه له اکثرو افغانانو سره د سولې هیلې هغه وخت راوټوکېدې چې د لومړي ځل لپاره افغان ولسمشر اشرف غني او وسله‎والو طالبانو په تېر کمکي اختر کې اوربند اعلان کړ چې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو.

ایرو اېشیا رېویو لیکي:

مخکې امریکایي چارواکي په‎دې باور وو چې د سولې پروسه باید په خپله افغانان مخ ته یوسي، خو د افغانستان شرایطو ته په پام سره امریکا خپل دریځ بدل کړی او په‎خپله‌یې له طالبانو سره د خبرو د پر مخ بیولو پرېکړه کړې ده.

د خپرونې په لیکنه امریکا خپل دا نظر چې د افغانستان د سیاسي پروسې، د اساسي قانون او د ښځو د وضعیت په ګډون د دې هېواد د سیاسي راتلونکي په اړه باید د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې وشي، مطرح کړې.

دا چې واشنګټن له طالبانو سره خبرې کوي دا یو مهم پرمختګ دی.

امریکا دا هم منلې چې له طالبانو سره په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د شمېر او د هغوی د مأموریت اړوند مسایلو پر سر خبرو ته تیار دی.

د خپرونې په لیکنه له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې د افغانستان د سولې د پروسې په وړاندې یو لوی خنډ دا و چې څوک باید له چا سره خبرې وکړي؟

دا چې واشنګټن له طالبانو سره خبرې کوي دا یو مهم پرمختګ دی، خو په‎دې شرط چې هغه د افغانستان پر سیاسي او د انتخاباتو پر پروسې اغېز ونه‎کړي.

امریکا په‎دې باور ده چې بالاخره د سولې خبرې باید د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ وشي، خو دا چې دغه وخت به کله رارسېږي او کله به په‎دې اړه پرېکړه کېږي، ښایي دا مسئله ډېره وځنډېږي.

د خپرونې په لیکنه له طالبانو سره د مخامخ خبرو په اړه د امریکا لېوالتیا یو شی په ډاګه کوي چې د افغانستان د جګړې د سمدستي پای ته رسېدو اړتیا.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د افغانستان د سیاسي وضعیت په اړه په څو ولایتونو کې د انتخاباتو د دفترونو د تړلو ستونزې ته پام اړولی دی.

نیویارک ټایمز لیکي:

په‎داسې حال کې چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخاباتو ته یوازې څو اوونۍ پاتې دي، یو شمېر معترضینو د شنبې په ورځ په درېیو لویو ولایتونو، کندهار، هرات او بلخ کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون دفترونه وتړل.

معترضین چې سیمه‎ییزې پیاوړې څېرې یې ملاتړ کوي، په‎دغه پروسه کې د درغلۍ او لاس‎وهنې د مخنیوي لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

د نیویارک ټایمز په لیکنه دا په افغانستان کې د سیاسي لانجو وروستۍ بېلګه ده او دوام‌یې هم ښایي په‎دې هېواد کې چې له طالبانو سره جګړه روانه ده، یوه بل تاوتریخوالي ته لاره پرانیزي.

د نیویارک ټایمز په لیکنه له درېیو کلونو ځنډ وروسته د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو لپاره د تلې د ۲۸مې نېټې د انتخاباتو پر سر په‎دې اخري وخت کې دغه لانجه له یو تریخ حقیقت څخه پرده پورته کوي او هغه دا چې په تېرو ۱۷ کلونو کې چې په‎دې هېواد کې پنځه ځلې انتخابات ترسره شوي او شااوخوا یو میلیارد ډالره پرې لګېدلي، په‎دې اړه چې انتخابات په څه ډول ترسره شي؟ او کوم باوري ارګان‌یې څارنه وکړي؟ په افغانستان کې تر اوسه یوه ډېره ابتدایي اجماع نه‎ده رامنځته شوې.

XS
SM
MD
LG