د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

ملي ارمان: پاکستان بیا هم د افغانستان د دوکه کولو په هڅه کې دی


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې ډېری مطالب کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د سفر په اړه لیکلي دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي، پاکستان بیا هم د افغانستان د دوکه کولو په هڅه کې دی.

په مطلب کې د ارګ د خبرپانې په حواله راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني او شاه محمود قریشي ترمنځ په لیدنه کې پر بېلابېلو مسایلو له هغې ډلې پر امنیت، په سیمه کې د سولې او ثبات، د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې او د پاکستان او افغانستان تر منځ د عمل پلان پر پلې کېدلو بحث او خبرې وشوې.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې ښاغلي غني د پاکستان او افغانستان تر منځ د عمل پلان اهمیت ته په اشارې سره ویلي چې دا هر اړخېز دی خو مؤثریت یې هغه مهال د پام وړ کېدلی شي چې په بشپړ ډول پلی شي.

  • ماندګار

ماندګار ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په حواله لیکلي چې د دواړو هېوادو تر منځ د اړیکو د ښه کولو پبغام لېږدونکی دی.

په مطلب کې راغلي چې شاه محمود قریشي ویلي، د دواړو هېوادونو په اړیکو کې ستونزې موجودې دي، خو د پاکستان نوی حکومت ژمن دی چې افغانستان سره په همکارۍ د دغو ستونزو د هواري لپاره کار وکړي.

په مطلب کې دا هم راغلي چې دغه سفر داسې مهال کېږي چې افغانستان او امریکا تل له پاکستانه دا غوښتي چې په هغه هېواد کې د هغو مېشتو ترهګرو پر وړاندې چې په افغانستان کې ترهګریزې حملې پلانوي اقدام وکړي.

ورځپانې لیکلي چې افغانستان تل له پاکستانه غوښتي چې پر طالبانو خپل نفوذ ته په پام سره دغه ډلو د سولې خبرو ته کښینوي، خو د افغان حکومت په خبره چې دغه هېواد تل په‎دې برخه کې ژمنې کړي، خو عملي کړې یې نه‎دي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپانې دغه سفر ته په اشارې سره لیکلي، د پاکستان سیاست به د افغانستان په وړاندې بدل نه‎شي.

ورځپانې د یو شمېر سیاسي شنونکو په حواله لیکلي چې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان نوي حکومت په ظاهري ډول د اړیکو جوړولو لپاره خلک هیله‎مند کړي دي.

دنیا لیکلي، په تېرو ۱۷کلونو کې راشه درشه ډېره شوې او ویل شوي چې دا به د کابل او اسلام‎اباد تر منځ اړیکې روغې کړي، خو پوښتنه دا ده چې دغو سفرونو څومره نتیجه ورکړې ده؟ چې په ښکاره ډول کومه نتیجه نه‎لري.

د ورځپاڼې په باور د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو جوړېدو پر وړاندې بل خنډ په افغانستان کې د هند اساسي رول دی او د پاکستان د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر په حواله لیکل شوي چې امریکا سره زموږ د ستونزې اصلي لامل په افغانستان کې د هند اغېزمن رول دی.

نو د مطلب لیکونکی لیکي چې دا څرګندونې د پاکستان د پخواني حکومت د سناریو دوام ښيي، په‎دې مانا چې د افغانستان په وړاندې به د هغه هېواد سیاست بدلون ونه مومي.

  • اصلاح

اصلاح دولتي ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې لیکلي چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو نوی فصل پرانېستل کېږي.

ورځپاڼې د چارو د یو شمېر کارپوهانو په حواله لیکلي چې کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر سفر د د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو جوړولو د دغه نوي فصل پرانېستونکی دی او ښې ورځې په لاره دي.

ورځپاڼې د دغو خوشبینیو لامل دا ښودلی چې عمران خان ویلي، په افغانستان کې سوله په ياکستان کې د سولې په معنا ده.

XS
SM
MD
LG