د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۱ تله ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۴۷

د کونړ مظاهره چیان: د پاکستاني پوځ مخه ونیسئ که‌نه پر وړاندې یې جهاد پیلوو


د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې په سلګونو کسانو د پاکستانیو ځواکونو د توغندیزو بریدونو او د ډیورند پر کرښه د اغزنو تارونو د غځولو خلاف لاریون وکړ.

مظاهره‎چیانو ویل که د یادې ستونزې د حل له‎پاره نړیواله ټولنه او افغان حکومت ژر اقدام ونه‎کړي نو دوی د پاکستان د سرغړونو د مخنیوي له‎پاره هرې قربانۍ ته چمتو دي.

لاریون پرون شنبې سهار په نهو بجو د ډیورند کرښې سره نېږدې د ناړۍ ولسوالۍ د بریکوټ ساحه کې د تکبیر په نعرو، د ډیورند کرښه او پر هغه اغزن تارونه نه منو په شعرونو پیل شول.

د لاریون دوه تنو ګډونو الو د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته د لاریون د اهدافو او غوښتنو په اړه وویل:

"رحمان سید یم. مظاهره مو ځکه پیل کړې چې د پاکستان پوځ د اغزن تار غځول بیا پیل کړي دي. دا موږ نه منو پر ‎دې ورونه ولسونه بیلېږي. د کرښې اخوا هم افغانان او پښتانه دي او دی‎خوا هم. موږ یو بل سره مړی ژوندی او ښادیانې لرو. موږ نه‌شو بیلېدای. هر څوک چې د دې اغزن تار په غځولو کې معامله کوي موږ يې نه منو.

-حاجي عبیدالله یم. دا ولس راپاڅېدلی او نور د ډیورند کرښې او پر هغه د اغزنو تارونو د غځولو توان نه‎لري."

ارشیف
ارشیف

دوی وايي، تل يې د پاکستانیو ځواکونو د بریدونو او نورو سرغړونو خلاف خپل چارواکي خبر کړي او که نړیواله ټولنه او افغان حکومت د پاکستانیو قواوو له‎خوا د اغزن تار غځولو او پر کونړ د توپچي بریدونو مخه ونه نیسي، نو ولسونه به يې د پاکستان خلاف خپله مټې رابډ وهي.

مظاهره‎چیانو زیاته کړه، د کوزې پښتونخوا اوسیدونکي هم د ډیورند کرښې او پر هغه د خلکو د تګ راتګ پر وړاندې د خنډونو جوړولو خلاف دي، خو هغوی محکوم دي چې که غږ پورته کوي د پاکستان او استخباراتي ادارو له‌خوا وژل کېږي.

دوی زیاتوي، که حکومت د پاکستان پوځ حرکتونه او اغزن تار غځولو مخه نه‎شي نیولی، نو ولسونه د خپل کوتک، ټوپک او تبرګي سره نر او ښځې راپاڅيږي او د پاکستان د پوځ په خلاف به جهاد پیل کړي.

لاریون کوونکي وايي، د کوزې پښتونخوا اوسیدونکو سره يې خبرې کړي، هغوی هم دغه توره کرښه نه مني، خو اوس هغوی پنجاب لاس لاندې کړي، محکوم دي. د خپل وس په اندازه غږ پورته کوي. اوس هم هلته د پنجاب د ظلمونو خلاف د پښتون ژغورنې غورځنګ پیل شوی. هغوی را ویښ شوي دي. نو باید ملاتړ یې وشي.

د ناړۍ ولسوال حاجي وویل، د مظاهره کوونکو پوره امنیت نیول شوی او او د امن په فضا کې د پرون شنبې د غرمې په ۱۱ بجو پای ته ورسېده.

د کونړ والي عبدالستار میرزاکوال ازادي راډیو ته وویل، د ډیورند پر کرښه د پاکستانیو ځواکونو د خوځښتونو او توپچي بریدونو په اړه‌يې مرکزي حکومت خبر کړی او په کونړ کې ټول افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ځواب ورکولو ته چمتو دي.

والي وړاندې وویل، په سلګونو کسانو په ناړۍ کې مظاهره راویستلې وه. د پاکستان له‎خوا يې د ډیورند پر کرښه د اغزن تار غځول غندلي دي.

دی وايي:

"موږ خپل راپورونه مرکزي حکومت ته استولي. همدا راز مو په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قل اردو مشرانو، لويې درستیز او نورو مسوولینو سره خبرې کړي. زموږ دفاعي او امنیتي ځواکونه د تیارسۍ په حالت کې دي، خو موږ د مرکزي حکومت امر ته منتظر یو."

د کونړ ناړۍ ولسوالۍ په سلګونه اوسیدونکي په‌داسې حال د ډیورند پر کرښه د پاکستانیو ځواکونو د خوځښتونو، توپچي بریدونو او د اغزنو تارونو د غځولو خلاف لاریون کوي چې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون کابل ته راغلی دی.

راپور : روح‌الله انوري- کونړ

XS
SM
MD
LG