د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

فلورنس توپان د امریکا په جنوبي کارولینا کې د تلفاتو شمېر ۱۱ تنو ته ورساوه


د امریکا په جنوبي کارولینا ایالت کې د فلورنس توپان له کبله د تلفاتو شمېر ۱۱ تنو ته ورسېد.

د امریکا د هوا پيژندنې ادارې د راپور له مخې د شمالي او جنوبي کارولینا په ډيرو برخو کې د شنبې د ورځې په لومړیو کې سخت ورښتونه وشول او له کبله یې راغلي سیلونه په همدې سیمو کې سلګونه زره کسان له خطر سره مخامخ کړي دي.

د سیمه‌ییزو رسنیو د راپور له مخې د امریکا په دواړو ایالتونو کې نېژدې یو میلیون کسان برښنا نه‌لري.

د شمالي او جنوبي کارولینا ځینې برخې لا هم د توپان له ګواښ سره مخامخ دي.

  • پخواني معلومات

د امریکا په متحده ایالاتو کې د فلورنس توپان له کبله د مړو شمېر لوړ شوی دی او لا هم دا شمېره په لوړېدو ده.په جنوبي کارولینا ایالت کې د فلورنس توپان له کبله د مړه شوېو کسانو شمېر اوو تنو ته لوړ شو.

د امریکا د هوا پېژندنې ادارې د راپور له مخې د شمالي او جنوبي کارولینا په ډېرو برخو کې د شنبې د ورځې په لومړیو کې سخت ورښتونه وشول او له کبله یې راغلي سیلابونه په همدې سیمو کې سلګونه زره کسان ګواښي.

د شمالي کارولینا والي روی کوپر د شنبې په ورځ د دغه ګواښ په اړه وویل:

"موږ د خپلو ښارونو او ښارګوټو په سواحلو، د رودونو په اوږدو او ټولو کرنیزو ځمکو کې د اوبو له دیوالونو سره مخامخ یو. اوس د هغه وخت په مقایسه چې توپان له سواحلو لېرې وو، ډېری خلک په نېژدې راتلونکي کې له یوه جدي ګواښ سره مخامخ دي.​"

د سیمه‎ییزو رسنیو د راپورونو له مخې نېژدې یو میلیون وګړي هم په شمالي او هم جنوبي کارولینا کې برښنا نه‎لري او سخت ورښتونه او سیلابونه سلګونه زره کسان ګواښي.

چارواکو د شنبې په ورځ وویل چې ښایې فلورنس توپان ۲،۵ میلیونه کسان له برښنا بې برخې کړي.

تر اوسه څو تنه د دغه توپان له کبله مړه شوي دي چې یوه مور او اته میاشتنی ماشوم یې هم په‎کې شامل دی چې د جمعې په ورځ یې پر کور یوه لویه ونه ولوېده.

د راپورونو له مخې یو ۷۸ کلن کس چې غوښتل یې جنراتور ولګوي، د باران له کبله برښنا ونیو او ساه یې ورکړه.

یوه بله ۶۱ کلنه مېرمن بیا په جنوبي کارولینا کې هغه مهال مړه شوه چې موټر یې له یوې ونې سره ټکر وکړ.

سره له‎دې چې د رویټرز خبري اژانس د راپورونو له مخې د جمعې په ورځ د فلورنس قوت تر یوه حده راکم شو، خو بیا هم د شمالي او جنوبي کارولینا په ډېرو برخو کې فلورنس توپان ګواښ پر خپل ځای دی.

XS
SM
MD
LG