د افغان حکومت اجرائیه ریاست ویلي، د پاکستان نوی حکومت له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی.
په هغه خبرپاڼه کې چې له همدې ریاسته د شنبې په ورځ د سېپټمبر په ۱۵مه خپره شوه راغلي چې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د شنبې په ورځ په سپیدارماڼۍ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره ولیدل.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي قریشي کابل ته د خپل یو ورځني سفر په ترڅ کې وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې د ستونزو او ترینګلتیاوو سره- سره، اسلاماباد چمتو دی چې له افغانستان سره د دغه هېواد د وضعیت په ښه کولو کې همکاري وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي هم د شنبې په ورځ اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې د پاکستان نوی حکومت ظاهراً له افغانستان سره د همکارۍ لېواله دی.
دی وايي:
« پاکستان نوی حکومت پر سیمهییز او هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر همکارۍ ډېر ټینګار کوي. موږ هم هیله لرو چې د پاکستان نوی حکومت د پراخو خبرو اترو ور پرانېزي."
د همدې شنبې ورځې په سر کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له ښاغلي
سره ولیدل.
د ارګ په یوې اعلامیې کې راغلي چې دواړو لورو تر ډېره په سیمه کې د امنیت، سولې او ثبات او هم د ترورېزم پر وړاندې مبارزې په اړه بحث وکړ.
بلخوا پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته خپل سفر ګټور بللی دی.
په همدې حال کې په اسلاماباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال د شنبې په ورځ له مشال راډیو سره په خبرو کې ویلي چې د پاکستان له نوي حکومته هماغه تمې لري چې د دغه هېواد د نورو حکومتونو څخه یې درلودې.
نوموړي ویلي:
"د دواړو هېوادونو تر منځ باید متقابل درناوی رامنځته شي، باید د یوبل د سولې، ثبات، خوښۍ او هوساینې لامل شو. باید د دواړو هېوادونو د خلکو د سره نېژدې کېدو لامل شو نه دا چې د بربادۍ او جګړې سبب شو."
افراسیاب خټک د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند له مشرانو څخه دی.
نوموړي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې که څه هم د افغانستان او پاکستان د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ لیده کاته ښه دي، خو د ده په باور پهدې سفر کې کوم نوی څه نه ترسترګو کېږي.
نوموړی زیاته کړه:
"فکر نه کوم د پاکستان ملکي حکومت دومره پیاوړی وي چې په خپلواکه توګه پریکړه وکړي. فکر نه کوم چې موږ په پاکستان کې هغې مرحلې رسېدلي اوسو."
د امریکا د متحده ایالاتو چارواکو پاکستان تورن کړی چې د افغاني طالبانو او حقاني شبکې په ګډون د وسلهوالو ډلو د ماتولو په برخه کې یې کافي هلې ځلې نهدي کړي.
هغوی ادعا کوي چې دغه ډلې د افغانستان پولې ته نېژدې د پاکستان په خاوره کې پناهځایونه لري.
د راپورونو له مخې د امریکا متحده ایالاتو استخباراتي چارواکي وایي چې د پاکستان استخباراتي اداره او نورې پوځي ادارې حتی د طالبانو د تمویل او په وسلو سمبالولو کې مرسته کړې ده، هم د ایډیالوژیکو دلایلو له مخې او هم د دې لپاره چې د دوی په وینا په افغانستان کې د هند د ډېرېدونکي نفوذ سره مقابله وکړي.
اسلاماباد بیا دا تورونه نه مني.